ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د ننګرهار ملکي روغتون د ځينو څانګو له خدماتو شکايت لري

خلک د ننګرهار ملکي روغتون د ځينو څانګو له خدماتو شکايت لري

author avatar
28 Dec 2014 - 12:03
خلک د ننګرهار ملکي روغتون د ځينو څانګو له خدماتو شکايت لري
author avatar
28 Dec 2014 - 12:03

جلال اباد (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): په ختيځ کې د متحد ملت ګوند لسګونو غړو پرون ناوخته د احتجاج په ترڅ کې د ننګرهار ملکي روغتون پاک کړ او د دغه روغتون مسوولين او ډاکټران يې په پاکوالي او نورو چارو کې پر ناغېړۍ تورن کړل.

دوى ويل چې لسګونه ځوانان يې چمتو کړي وو چې د وينې له بانک سره مرسته وکړي خو د ورځې په دوه نيمو بجو د وينې په بانک کې رسميات پاى ته ورسېدل او چا له دوى وينه وانه خيسته.

د ياد ګوند يوه  غړي ګل سيد د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى په دې موخه روغتون ته ورغلي وو چې له يوې خوا د روغتون صفايي وکړي او له بلې خوا له ناروغانو سره د وينې مرسته وکړي.

خو هغه وايي چې د وينې بانک نوکريوال ورته ويلي چې رسميات يې پاى ته رسېدلي او اوس نه شي کولى چې د دوى وينه واخلي.

علي خان چې د کاپيسا له ولايته يې خپل ناروغ د درملنې په موخه راوړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناروغ د لومړي ځل عملياتو لپاره يې خپله پنځه سوه سي سي وينه ورکړې، خو د دويم عمليات لپاره يې د وينې له بانکه وينه غوښتې خو انکار يې ورته وکړ.

دى وايي چې په جلال اباد کې څوک نه پېژني او ډاکټران ورڅخه د وينې غوښتنه کوي.

ده وويل: ((کله ناکله دلته د دې ډاکټرانو زړونه دومره سخت شي چې انسان نه پوهېږي چې دا طبيب دى او که کوم بل څوک؟))

په ختيځ کې د افغانستان متحد ملت ګوند مشر محمدلايق غمشريک پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد ګوند لسګونه ځوانان په دې موخه راټول شوې وو چې له بانک سره د وينې مرسته وکړي خو د ياد بانک پرسونل د دوې د وينې له اخيستو ډډه کړې وه.

د نوموړي په خبره چې په روغتون کې همدا اوس هم ګڼ شمېر ناروغان د وينې اړتيا لري او که چېرې دوى وينه ورکړي د هغوى به په کار راشي.

غمشريک زياته کړه چې تېره ورځ هم يوه ماشومه د تليسميا له ناروغۍ له امله په بستر کې پرته وه، خو د وينې د نه شتون له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بلخوا د ننګرهار د سيمه ييز روغتون مشر ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل چې ياد روغتون مجهز د وينې بانک او د پنځه سوه پاکټه وينې ساتلو ظرفيت لري.

هغه زياتوي، د دوى د پرسونل رسميات د سهار له اتو د ماسپښين تر دوه نيمو بجو وي او له هغه وروسته يو نوکريوال د وينې په بانک کې نوکري وي، له دوه نيمو بجو وروسته يو تن نه شي کولی چې له لسګونو کسانو وينه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې هر مدني خوځښت يا ګوند چې د وينې ورکړې هيله لري نو له دوى سره دې مخکې له مخکې اړيکه ټينګه کړي.

دى وايي چې دوى د عاجلو پېښو لپاره شاوخوا ٣٠٠ پاکټه وينه زېرمه لري او هرکله چې پېښې رامنځته کېږي دوى له ټپيانو سره د وينې مرسته کوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.