اسعداباد (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ادمدره سیمه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه روغتیايي مرمز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست وایي، دغه روغتیايي مرکز (FHH) د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ جوړ شوی دی.
دا ډول روغتیايي مرکزونه عموماً په لرو پرتو سیمو کې د لومړنیو، په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لپاره وي.
د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، هڅه کوي په محرومو او لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه پراخ کړي.
هغه وویل، د ادمدرې اوسېدونکي مخکې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو او د دې روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به ورته اسانتیاوې رامنځته شي.
مخلص زیاته کړه چې هڅه به وشي دغه روغتیایي مرکز په اړینو وسایلو سمبال او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لازم امکانات ورته برابر شي.
د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني هم وویل، په هېواد کې رغنیزې چارې روانې دي او هڅه کېږي خلکو ته له توپیر او تبعیض پرته خدمتونه وړاندې شي.
کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو