Language

په الينګار کې چاودنې څلورو عامو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

مهترلام ( پژواک، ٧ مرغومى ٩٣ ) : د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه په دوولسو بجو د الينګار و لسوالۍ په بازار کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي ديوه دوکان مخې ته ځاى پر ځاى شوي وو، چې د چاودنې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور  ټپيان  دي.

دى وايي چې په وژل شويو کسانو کې د ولسوالۍ د قومي شورا غړى ملک نياز محمد هم شامل دى.

ځواک وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او ديوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د خيال محمد په نامه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او نږدې دوکانونه يې هم زيانمن کړي دي.

د نوموړي په وينا، د چاودنې موخه ملک نياز محمد و.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

وړمه ورځ په دې ولايت کې پر ملکي وګړو د ډزو له امله درېيو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Related Topics