ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنتون  سړکونه او پلې لارې د چندې پر پيسو رغېږي

د ننګرهار پوهنتون سړکونه او پلې لارې د چندې پر پيسو رغېږي

author avatar
29 Dec 2014 - 15:16
د ننګرهار پوهنتون  سړکونه او پلې لارې د چندې پر پيسو رغېږي
author avatar
29 Dec 2014 - 15:16

جلال اباد (پژواک، ٨ مرغومى ٩٣): د ننګرهار پوهنتون د سړکونو او پليو لارو د رغونې چارې د چندې پر پيسو پيل شوې دي.

د ننګرهار پوهنتون سرپرست  رييس پوهنوال ډاکټر محمد طاهر عنايت له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د ننګرهار ولايتي ادارې له مشرانو سره په ګډه يې د پوهنتون د داخلي سړکونو د رغېدو لپاره يو ګډ پلاوى  ټاکلى تر څو له شتمنو مرستې راټولې کړي.

نوموړى وايي چې د پوهنتون داخلي سړکونه  شاوخوا ٤،٣ کيلومتره کېږي او نږدې ٣٠ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د هغه په وينا، دا مهال له مرسته شوو توکو څخه د پوهنتون  شاوخوا شل سلنه چارې پر مخ تللې دي.

ډاکټر عنايت وايي چې د ننګرهار د ولايتي ادارې پر مشرانو سربېره يو شمېر سوداګرو او مخورو هم ورسره مرستې کړې دي.

ده زياته کړه: ((له موږ سره په ننګرهار کې د امنيتي ادارو مشرانو، سوداګرو مرسته کړې او د بل هر چا چې څومره مرسته له وسه کېده کړې يې ده.))

د نوموړي په خبره ، چې د پوهنتون پر ټولو سړکونو شاوخوا ٢١ زره بورۍ سمنټ مصرف راځي چې له دوى سره د يو شمېر مرسته کوونکو له لوري شاوخوا ٦ زره بورۍ سمنټ مرسته شوې او ځينو دولتي ادارو ورسره د ټانکرو او مزدورانو په ورکړه کې مرسته کړې ده.

د پوهنتون رييس وايي چې له دې وړاندې د پوهنتون د سړکونو خرابولي له امله د پوهنتون فزيکي جوړښت ګڼې ستونزې درلودې چې د يادو سړکونو په جوړولو سره به يادې ستونزې هوارې شي.

نوموړى وايي: ((پوهنتون يو علمي او اکاډميک مرکز دى او بايد دغه مرکز له بل هره ځايه پاک او د هوسا چاپېريال درلودونکى وي.))

د پوهنتون رييس پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د ننګرهار پوهنتون د فزيکي جوړښت د ابادۍ په موخه دې له دوى سره مادي مرستې وکړي تر څو ياد پوهنتون د علمي خوا تر څنګ په فزيکي برخه کې هم د سيمې له پوهنتونونو سره سيال شي.

ډاکټر عنايت وايي؛ ځکه يې د پوهنتون سړکونو رغول د چندې پر پيسو پيل کړل، دى پوهېده چې په ټول هېواد کې د بيارغونې پروژې په ټپه ولاړې دي او د دولت په بوديجه کې هم د پرمختيايي کارونو لپاره پيسې کمې دي نو دى مجبور شو چې له شتمنو هېوادوالو مرسته وغواړي او د پوهنتون سړکونه پرې ورغوي.

نوموړي زياته کړه: ((کومې مرستې چې کېږي ټولې په شفاف ډول مصرفوو او د يوې افغانۍ حساب به د سړکونو له رغېدا وروسته د رسنيو په واک کې ورکړو.))

ده پر ولسمشر او نورو چارواکو هم غږ وکړ چې له خپلې شخصي شتمنۍ څخه دې د ياد پوهنتون د رغېدا لپاره مرسته وکړي او هغه پيسې چې په بوديجه کې موجودې دي هغه دې د هېواد په کوم بل پوهنتون کې ولګوي.

ډاکټر عنايت وايي چې دوى هڅه کوي د دوو مياشتو په دوران کې ياد سړکونه ورغوي؛ ځکه وروسته له دوو مياشتو دوى د ننګرهار پوهنتون ٥٠مه کالېزه نمانځي او د سيمې په کچه د پوهنتونونو استازي به په کې ګډون وکړي.

د نوموړي په خبره، دوى بايد د ياد پوهنتون فزيکي جوړښت هم د سيمې له هېوادنو سره سيال کړي.

ياده دې وي چې له تېرو اتو کلونو راهيسې د ننګرهار پوهنتون د سړکونو د جوړېدو خبرې کېدې، خو تر اوسه پورې حکومت په دې ونه توانېد چې له دولتي بوديجې ياد سړکونه ورغوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.