Language

يوه فابريکه هره ورځ ١٢ زره ټيوبه بېلابېل درمل توليدوي

د افغانستان تولید:

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): کابل ښار کې د باختر فارمسي فابريکه په ٢٤ ساعتونو کې د ٤٠ زره بېلابېل ډول درملو د توليد ظرفيت لري او د حکومت د ملاتړ په ترڅ کې له بهرنيو توليدوونکو شرکتونو سره هم سيالي کولى شي.

د باختر فارمسي فابريکې په ٢٠٠٢ زېږيديز کال کې په پنځوس زره ډالرو پانګونې سره فعاليت پيل کړ.

دغه فابريکه له يادې نېټې وړاندې داسې يو شرکت و چې له بهره به يې هېواد ته درمل را واردول، خو له هغه وروسته پر يوې توليدي فابريکې بدل شوى دى.

د فابريکې مسوولان وايي چې دغه فابريکه د يوې شپې او ورځې په ترڅ کې د ٤٠ زره بېلابېل ډول درملو د توليد ظرفيت لري، خو د پېرودونکو په غوښتنه هره ورځ ١٢ زره ټيوبه درمل توليدوي، په داسې حال کې چې په لومړيو کې يې ١٠زره ټيوب درمل توليدول.

ياده فابريکه له شل ډوله ډېر درمل توليد او بازار ته وړاندې کوي چې تور ملهم، د سوځېدو ملهم او د هيدروکروتوزون، پيروکسي کم، تريمازول، ويټامين اى+ډي، تيتراسکلين، ګلوبتازول او نور ډول درمل توليدوي.

د يادې فابريکې ډېرى درمل د التهاب او درد ضد دي چې د پوستکي د ناروغۍ او د لمر پر وړاندې د پوستکي د ساتنې لپاره کارول کېږي.

د باختر فارمسي فابريکې مشر احمد سعيد شمس وايي چې په لومړيو کې په دې فابريکه کې لسو کسان پر کار بوخت وو، خو اوسمهال لسګونه کسان کار په کې کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې فابريکې سلګونه نور کسان هم په غير مستقيم ډول پر کار ګومارلي، دوى هغه کسان دي چې له فابريکې درملتونونو ته د درملو پر توزېع بوخت دي.

د فابريکې مشر زياته کړه چې ډېرى درملتونونه درمل د دوى له فابريکې پېري او دوى په کابل، بلخ، تخار، بغلان، کندهار او هرات ولايتونو کې فعالې څانګې لري، چې په دغو څانګو کې خپلو مشتريانو ته درمل وړاندې کوي.

د شمس په وينا، دوى مارکېټ او خپلو مشتريانو ته لومړيتوب ورکړى چې د کار له پيله تر اوسه خپلې موخې ته ٨٠ سلنه نږدې شوي او د دولت له لوري د ملاتړ پر ترڅ کې به له هغو بهرنيو فابريکو سره چې افغانستان ته درمل را واردوي، سيالي وکړي.

هغه وويل چې درمل يې د لوړ کيفيت لرونکي دي او دا لومړنۍ فابريکه ده چې په وروستيو کلونو کې يې له نړيوالو معيارونو سره سم درمل چمتو کړي دي.

شمس زياته کړه چې دوى د امريکايي کمپنۍ “AGS” له لوري تر څېړنې او تصديق وروسته څو نړيوال تصديق ليکونه چې ايسو ٩٠٠١ او ايسو ١٤٠٠١ په کې شامل دي، ترلاسه کړي چې له يادو تصديق ليکونو په ګټې اخيستنې بهر ته هم درمل صادرولى شي.

د کورنيو توليداتو فرهنګ ته پراختيا ورکول:

د باختر فارمسي فابريکې مشر وويل: “داخلي توليدات له ښه او غوره کيفيته برخمن دي او خلک بايد د بهرنيو توليداتو د کارولو پر ځاى کورني توليدات په هېواد کې دننه او بهر رواج او پراخ کړي دي.”

هغه په دې نظر دى چې که چېرې خصوصي سکټور پياوړى شي نو له يوه پلوه به داخلي صنعت پرمختګ وکړي او له بل لوري خلکو او هېواد ته هم ډېره ګټه لري او بې روزګاره کسانو ته په کې د کار زمينه برابرېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوسمهال يې د توليداتو بازار په هېواد پورې محدود دى او دوى هڅه کوي چې خپل داخلي توليدات نړيوالو بازارونو ته هم وړاندې کړي.

شمس وويل: “په افغانستان کې موجوده توليدي وضعيت ښه دى او موږ کولى شو چې د لوړ کيفيت درمل توليد او بازار ته وړاندې کړو، خو د بازارموندنې او په بازار کې د درملو د پلورلو له پلوه له سختو ستونزو سره مخ يو.”

د دولت نه پاملرنه:

د فابريکې مسوولان وايي چې دوى دغه فابريکه د صنعت د ودې او د هېواد د اقتصاد د ښه والي لپاره فعاله کړې او په لومړيو کې يې ښه توليدات درلودل خو اوسمهال يې توليدات د وخت په تېرېدو سره کم شوي چې يو لامل يې له خصوصي سکټور سره د دولت نه ملاتړ او همکاري کول دي.

دوى زياتوي، دولت بايد له دولتي فابريکو ملاتړ وکړي او په پياوړتيا کې يې ونډه واخلي څو دغه فابريکې له ورته بهرنيو توريدي فابريکو سره سيالي وکړي او په نړۍ کې د شهرت په ترلاسه کولو سره د هېواد اقتصاد پياوړى کړي.

د باختر فارمسي فابريکې مشر وويل چې د ځمکې په ګډون ټول امکانات لکه ودانۍ او ماشين الات يې په خپلو شخصي پيسو چمتو کړي، خو د دولت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته هم نه ده شوې.

هغه زياته کړه چې تر ٢٠١٢ زېږيديز کال پورې يې توليدات ډېر ښه وو، خو له هغه وروسته له دې امله چې نوي ماشينونه يې پېرلي، کار يې هغومره نه دى ځلېدلى.

شمس اوسمهال په ياده فابريکه کې د پانګونې اندازه يونيم ميليون ډالره وښوده، خو د نارضايتۍ په څرګندولو سره يې وويل: “اوس زموږ اتيا سلنه پانګه منجمد شوې او شل سلنه يې په جريان کې ده چې هغه هم خام مواد دي.”

د توليد پر ځاى توريد ته ترجيح

د باختر په نوم د فارميسۍ فابريکې مشر وويل چې له ٢٠٠٢ کال نه وړاندې يو توريدي شرکت و او وروسته په دې هيله پر توليدي شرکت بدل شي چې ښه بازار به ولري، خو اوس پښېمانه دي او که چېرې يې د توليد پر ځاى په توريد پانګونه کړې واى، په لسو کلونو کې به يې پانګه دوه چنده شوې وه.

هغه زياته کړه چې د دولت نه پاملرنه او له خصوصي سکتوره ملاتړ نه کول، د دې سبب شوي چې دوى تر اوسه نه دي توانېدلي خپل توليدي درمل بهر ته صادر کړي.

شمس وويل: ((يو شمېر درمل پلورونکي دي چې خپله بهرني درمل پلوري، خو که په کور کې يې کوم ناروغ پيدا شي، نو بيا له کورنيو درملو کار اخلي.))

هغه زياته کړه چې درمل خپل نوعيت او کيفيت ته په پام سره توپير کوي، په ځينو حالاتو کې د کيفيت د ښه والي له اړخه چې کورني درمل يې لري، بيه يې د نورو بهرنيو کمپنيو د توليداتو په پرتله لوړه ده.

د بهرنيو درمل جوړوونکو( فارمسستانو) ګومارنه:

د فارمسي باختر فابريکي مشر د لوړ ظرفيت او تجربې لرونکو فارمسيستانو چې کولى شي په هېواد کې هر ډول درمل توليد کړي، پر نه شتون اندېښنه څرګندوي او زياتوي چې دوى د پاکستانيانو په ګډون ځيني بهرني فارمسيسټان ګومارلي دي.

هغه له دولته غوښتنه وکړه چې د هېواد پر فارمسيستانو پانګونه وکړي، هغوى مسلکي کړي چې وکولى شي هر ډول درمل توليد کړي.

شمس وويل په هغې ليدنه کې چې د درملو د فابريکو مشرانو په دې وروستيو کې له ولسمشر اشرف غني سره درلوده، ولسمشر ژمنه وکړه چې د کورنيو توليداتو د ودې او هڅونې په خاطر هڅه کوي چې د دولتي ارګانونو د اړتيا وړ توکي له کورنيو فابريکو وپېري.

هغه هيله څرګنده کړه چې که چېرې ولسمشر خپلې ژمنې عملي کړي، له يوې خوا به د کورنيو فابريکو ستونزې حل شي او له بلې خوا به نور پانګه وال هم په خپل هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي.

د فارمسي رياست نه همکاري

د باختر فارميسي مشر له درمل توليدوونکو سره د فارمسي چارو رياست د نه همکارۍ په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د دغه رياست قوانين نه يواځې چې د توليدوونکو لپاره اسانتيا نه راولي، بلکې ستونزې ورته جوړوي.

هغه زياته کړه: ((د فارمسي چارو رياست خپلو شته قوانينو ته په پام سره د پنځوکلونو لپاره د درملو د توليد اجازه ورکوي چې له پنځو کلونو وروسته که چېرې دويم ځل خپل لايسنس تمديد کړو، کولى شو چې خپلو توليداتو ته دوام ورکړو، که نه له دې پرته د توليد اجازه نه لرو.))

د ده په خبره، که چېرې فابريکې په ټاکل شوي وخت کې خپل لايسنس تمديد نه کړي دوى اړ دي چې د پروسيجر ټاکل شوي پړاوونه دويم ځلي ترسره کړي.

نوموړي د دې يادونې تر څنګ چې داسې قوانين په هېڅ هېواد کې نشته زياته کړه چې حکومت توليدوونکو ته د اسانتياوو پر ځاى ستونزې جوړوي.

دغه صنعت کار وويل چې دوى د عامې روغتيا وزارت د فارمسۍ چارو له رياست څخه د ٣٥ قلمه درملو د توليد اجازه ترلاسه کړې چې له دې ډلې يې ٢٤ قلمه بشپړ کړي دي.

بهرنيو درملو ته د ډاکترانو سپارښتنه

ځيني درمل پلورونکي وايي چې ٨٠ سلنه بهرني درمل په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي، ځکه چې اکثره ډاکټران خپلو مراجعينو ته د بهرنيو درملو سپارښتنه کوي.

په کابل کې د سينا په نوم درمل پلورنځي فني مسوول احمد شعيب وويل: ((د بهرنيو کمپنيو نماينده ګۍ کورني ډاکټران په اوونۍ کې يو ځل ور بولي، حتى چکر ته يې بيايي چې د شرکت په ګټه تبليغ وکړي او خپلو ناروغانو ته د هماغه کمپنۍ د درملو سپارښتنه وکړي.))

د درملتون دغه فني مسوول وويل دا به ډېره ګرانه وي چې د کورنيو درملو د توليد فابريکې له بهرنيو فابريکو سره سيالي وکړي؛ ځکه چې بهرنۍ فابريکې د اعلانونو تر څڼګ اکثره ډاکټرانو ته پيسې ورکوي او له همدې امله په بازار کې د بهرنيو درملو پلور د کورنيو په پرتله ډېر دى.

د کورنيو درملو کيفيت:

يو شمېر درمل اخيستونکي هم وايي چې د کورنيو درملو کيفيت د بهرنيو په پرتله غوره دى او بايد کورنيو توليداتو ته وده ورکړل شي.

د کابل ښار يو اوسېدونکى حسيب الله په دې باور دى چې هېڅ ډول کيفيت لرونکي درمل هېواد ته نه واردېږي.

هغه وويل: ((دا خلک چې هره ورځ پاکستان او هند ته روان دي؛ يواځېنى لامل يې بې کيفيته درمل دي.))

د دغه ځوان په خبره، کوم نيم درمل چې په هېواد کې توليدېږي، د وارداتي درملو په پرتله يې کيفيت ښه دى او خپله چې کله ناروغ شي، نو کورنيو درملو ته ارزښت ورکوي.

هغه زياته کړه چې که چېرې دولت او عامې روغتيا وزارت کورنيو کمپنيو ته زياته زمينه مساعده کړي (له پخوا چې په کابل کې د هوخست فابريکه فعاله وه او د افغانستان کيفيت لرونکي درمل يې بهر ته صادرېدل)، خلک دې تر ډېره له کورنيو توليداتو کار واخلي؛ ځکه اوسمهال چې کوم درمل هېواد ته واردوي، کيفيت يې ډېر ښکته وي.

يوه بل ښاري ايمل چې له يوه درمتلون څخه يې درمل اخيستل، وويل: ((دا د ډاکټرانو دنده ده او بايد خپلو ناروغانو ته د کورنيو درملو سپارښتنه وکړي، خو ډاکټران په خپله هره نسخه کې بهرني درمل ليکي.))

هغه وويل څه موده وړاندې يې ورور ناروغ و او ډاکټر ورته ايراني تتراسکلين درمل ورکړل او ګټه يې ونه کړه خو د کورنيو درې دانې تتراسکلين په خوړو سره بشپړه روغتيا ورپه برخه شوه.

ايمل له خلکو وغوښتل چې د سوداګرو د هڅونې او د هېواد د اقتصاد ښه کېدو لپاره له کورنيو توليداتو کار واخلي.

د ماشومانو يوه داخله ډاکټر سيد ذبيح سيفي کورني درمل با کفيته وبلل او کارونه يې نه يواځې چې د هېواد د اقتصاد د ښه والي، بلکې د ناروغانو لپاره هم ارزانه او اغېزمنه وبلله چې اقتصادي تمامېږي.

هغه زياته کړه: ((يوه اندازه درمل چې په هېواد دننه توليدېږي، ښه کيفيت لري خو له بده مرغه کورني درمل ډېر کم او لومړني دي.))

دغه داخله ډاکټر وويل چې د درملو د باکيفيته کېدو لپاره تل ناروغانو ته سپارښتنه کوي څو له کورنيو درملو کار واخلي.

ډاکټر سيفي له نورو ډاکټرانو هم غوښتنه وکړه چې د کورنيو توليداتو د هڅونې او هېواد د اقتصاد د ښه والي لپاره خپلو ناروغانو ته د کورنيو درملو توصيه وکړي.

د باختر فارمسي فابريکې مشر د عامې روغتيا وزارت د فارمسي چارو رياست قوانين د درملو د توليد فابريکو لپاره ستونزمن بولي او زياته يې کړه چې داسې قوانين پر دوى د کار ساحه تنګه کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت دريځ:

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر صبور نريمان دا خبره رد کړه چې د فارمسۍ چارو رياست پر درملو سخت قوانين وضع کړي دي.

ده وويل چې حکومت يواځې د عامې روغتيا وزارت نه دى او يواځې د عامې روغتيا وزارت نه اړونديږي، بلکې نور سکتورونه هم په کې شامل دي او هر سکتور له ځانه لوايح لري.

هغه بازارموندنه د توليدي فابريکو دنده بولي او وايي چې بايد فابريکې خپله بازار پيدا کړي، څو د کاروونکو باور راجلب کړي.

سرچينې زياته کړه: ((موږ يوازې د تخنيکي کارونو او پړاوونو د وهلو لپاره اسانتياوې رامنځته کړې، ملاتړ ته مو يې زمينه مساعده کړې او کوو يې په خپله خبره ولاړ او ژمن يو.))

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ايسا وايي چې په هېواد کې د درملو د توليد په ګډون شاوخوا ٢٥٠٠ توليدي فابريکې شته دي چې له دې ډلې يې د درملو ١٥ فابريکې عملاً فعالې دي او پنځه نورې به يې په نږدې راتلونکي کې فعاليت پيل کړي.

Related Topics