ميدانښار (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو دوه سرتېري ژوبل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بريد نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د سيداباد ولسوالۍ د سيسۍ په دوه لارې کې شوى دى.
هغه زياته کړه، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډک خپل کرولا موټر ته د ملي اردو د مرکز مخې ته چاودنه ورکړې، خو د ملي اردو ځواکونو له خوا تر پېژندلو وروسته پرې ډزې شوې دي.
خوږياڼى وايي چې په دې چاودنه کې يواځې يو سرتېرى ټپي شوى او خپله بريدګر وژل شوى دى.
خو د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي ويلي چې په دې پېښه کې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللى دى.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په سيداباد ولسوالۍ کې څو ځلې موټربم بريدونه ترسره شوي چې د يو شمېر ملکي وګړو او دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.