تالقان (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): د تخار د چاپېريال ساتنې اداره وايي، د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو کې ځنګلونه وهل کېږي او څرځايونه په کرنيزو ځمکو اوړي چې بايد مخنيوى يې وشي.
د دې ادارې رييس سيد ناصر محجوب له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې د ځنګل وهلو له امله د ژوند د چاپېريال د زيانمنېدو وېره ډېره شوې ده.
دى زياتوي: ((په تخار کې د چاپېريال پر وړاندې لويه ستونزه د ځنګلونو وهل دي، دکوکچې په پورې غاړه ولسواليو کې په زرګونو جريبه ځنګلونه وهل شوي، دلته د ځمکو غاصبينو او زورورو خلکو څرځايونه هم پر کرنيزو ځمکو اړولي دي.))
محجوب وايي، د ځنګلونو او څرځايونو په تخريبېدو په سيمه کې نه يوازې د انسانانو د ژوند چاپېريال خراب شوى بلکې وحشي ژوي هم له سيمې تېښتېدو ته اړ شوي دي.
د ده به خبره: ((په دې وروستيو کلونو کې چې سېلابونه ډېر شوي، لامل يې د خاورې سستوالى دى، په ډېر کم باران ځمکه ښويېږي او پر سېلاب بدلېږي، خلکو ته يې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي.
د کوکچې او امو د اوبو راپورته کېدو يو لامل هم د دغو سيندونو څنډو ته شته ځنګلونه وهل دي. دغه سيندونه هر کال په زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې، باغونه او کورونه وړي.))
د کوکچې د پورې غاړه ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د ځنګلونو د وهلو له امله د ورپېښو ستونزو خبره کوي او وايي هلته چې ځنګلونه وهل شوي د سيند څپو خلکو ته ګڼ زيانونه اړولي دي.
د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ اوسېدونکي محمدزاهد پژواک ته وويل چې د کال په تېرېدو سره په درقد، خواجه بهاوالدين او ينګي کلا ولسواليو کې ځنګل مخ په ختمېدو دى.
نوموړى وايي که دولت يې مخه ونه نيسي، شونې ده چې په راتلونکو کلونو کې به د امو د سيند پر غاړه يوه ونه هم پاتې نه شي.
دى وايي: ((دې ځنګله خو د سيند مخه نيولې، که دا ځنګل ووهل شي، اوبه د خلکو ځمکې او کورونه وړي، په درقد او نورو ځايونو کې خو يې سږ کال ډېر کورونه او کرنيزې ځمکې هم وړې. قومونه بايد پرېکړه وکړي او د ځنګلونو د وهلو مخه ونيسي.))
د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي محمدسليم وايي حکومت ته دا ستونزمنه ده چې په هر ځاى کې د ځنګله د له منځه وړو مخه ونيسي.
هغه وايي چې د سيمې خلک بايد خپله د ځنګلونو د وهلو مخنيوي وکړي؛ ځکه چې د نوموړي په وينا ځنګل د هغوى لپاره ښه عايداتي منبع هم ده.
په همدې مهال بيا د دغه ولايت د کرنې رياست د ځنګلونو د پراختيا مدير نازک مير وايي که څه هم د دغه ولايت د درقد، خواجه بهاوالدين او ينګي کلا ولسواليو په ګډون په ډېرو سيمو کې ځنګلونه وهل کېږي؛ خو په وينا يې د نورو سيمو کنټرول کېږي.
هغه وايي چې اوس مهال ځنګل د زور واکانو او د دولت د مخالفانو له لوري وهل کېږي، چې پوليس يې مخه نه شي نيولى.
دى زياتوي: ((موږ په سيمه کې د ځنګلونو د ساتنې مامورين لرو چې د ځنګلونو ساتنه کوي خو په دغو درېيو ولسواليو کې موږ نه شو کولى چې مخه يې ونيسو. هلته طالبان او زورواکان دي چې ځنګل وهي.))
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وايي چې دوى په ينګي کلا او د کوکچې په پله، هر ګاډى چې د کوکچې له پورې غاړې ولسواليو راځي پلټي، د ځنګله لرګيو لېږدوونکي نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.
هغه وايي چې پوليس په سيمه کې د ځنګله د ساتنې له مامورينو سره همغږي دي.
نوموړى وايي: ((که د ځنګله د ساتنې مامورين پوليسو ته د ځنګله د وهونکو نوملړ وړاندې کړي، پوليس يې نيسي. سربېره پر دې هم پوليس يې د وهل کېدو او د لېږدول کېدو مخه نيسي. هر کال موږ په لسګونو کسان نيسو او د قانون منګولو ته يې سپارو.))
د رسمي شمېرو له مخې د تخار ۶۵۰ زره هکتاره للمي ځمکه او ځنګلونه لري چې د جګړو په کلونو کې د دغو ځنګلونو۸۰ سلنه له منځه تللې او يواځې ۱۰۰ زره هکتاره ځنګل پاتې دى.