کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩٣): د ملي دفاع وزارت، افغانستان کې د ايساف د پوځي ماموريت په پاى ته رسېدو سره ويلي، چې امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي اردو د کميت له پلوه پوره او په ښو تجهيزاتو سمباله ده، چې په خپلواک ډول امنيت ټينګولى شي.
افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ديارلس کلن جګړه ييز ماموريت، د ٢٠١٤ کال د ډسمبر مياشتې په ٢٨ مه په رسمي ډول پاى ته ورسېد او ټاکل شوې، چې د “پرېکنده ملاتړ” تر عنوان لاندې بل نوى ماموريت چې د افغان ځواکونو پر تجهيز، روزنې او مشورې به ولاړ وي؛ د ٢٠١٥ کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شي.
د ملي اردو ځواکونه وايي، چې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره يې تر يوه بريده د ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو په برخه کې يو څه ستونزې درلودې، خو اوس دغه ستونزې د ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو پر پروسه باندې د کتنې او غور وروسته حل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت د ستردرستيز د دوکتورينو او د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان محمد حبيب حصاري وويل، چې امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي اردو د کميت له پلوه بشپړه شوې او دغه ځواکونه په ښو تجهيزاتو سمبال دي.
نوموړي، چې نن د کابل له ښوونيز مرکز څخه د ١٢٠٠ سرتېرو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، زياته کړه چې دغه ځواکونه د مسلکي زده کړو او وړتيا په برخه کې هم ښه دي او له هېواد څخه په خپلواک ډول د دفاع او امنيت ټينګولى وړتيا لري.
حصاري وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي اردو د ښوونې او روزنې او تجهيزاتو په برخه کې د مخالفينو په پرتله ډېر پياوړي دي او تر ټولو غوره دا ده چې دغه ځواکونه له ځانه سره د خپلو هېوادوالو ملاتړ لري.
د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان زياته کړه: ” لکه څرنګه چې له دې وړاندې هم امنيتي ځواکونه له ډېرو ازموينو بريالي راوتلي، له دې وروسته به هم خپلې دندې پر ښه ډول پر مخ يوسي.”
کابل کې د ملي اردو د ښوونيز مرکز قوماندان امين الله پتياني وويل، کلونه وړاندې په ياد مرکز کې د ملي اردو د روزنې مسووليت، بهرنيو ځواکونو پر غاړه درلود، خو له تېرو درېيو کلونو راهيسې د دغه مرکز ټولې چارې د ياد مرکز د مسوولينو له لوري پر مخ وړل کېږي او د ښوونې او روزنې په برخو کې هيڅ ډول ستونزې شتون نه لري.
نوموړي د هغو سرتېرو په اړه چې له دغه مرکز څخه فارغ شوي زياته کړه، چې دغو سرتېرو درې مياشتنۍ مسلکي زده کړې تر لاسه کړې چې يو شمېر به يې مسلکي ښوونځيو او يو شمېر به يې په قول اردوګانو باندې ووېشل شي.
له دغه مرکز څخه يوه فارغ شوي سرتېري وحيدالله وويل، چې له هېواد څخه د دفاع لپاره که هر نا امنه ولايت ته ولېږل شي نو خپله دنده به په ډېرې خوشحالۍ سره تر سره او امنيت به ټينګ کړي.
دغه سرتېري زياته کړه: ” زه د وطن د خدمت لپاره د ملي اردو له ليکو سره يو ځاى شوى يم او له خپل وطن څخه د دفاع لپاره د خپل ځان قربانولو ته هم حاضر يم.”
د ويلو ده، چې اوسمهال د ملي اردو ځواکونو شمېر نږدې دوه سوه زره سرتېرو ته رسيږي.