Language

نوازشريف: له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو پياوړتيا غواړو

کابل (پژواک،١٠ مرغومى ٩٣):  د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي چې له افغانستان سره د خپلو اقتصادي اړيکو د پياوړتيا غوښتونکى دى.

د پاکستان ملي راډيو تلويزيون د مرغومي په ١٠مه خبر ورکړى چې نوازشريف دغه څرګندونې د مرغومي په ١٠مه د افغانستان د ملي شورا له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د دې ليدنې پر مهال د پاکستان مسلم ليګ (ق) ډلې منشي مشاهد حسين، د عوامي نېشنل ګوند غړى افراسياب خټک او د کورنيو چارو پخوانى وزير افتاب احمدخان شېرپاو هم شتون درلود.

د افغانستان د مشرانو جرګې د غړي باز محمد زرمتي او د ولسي جرګې د غړي عبدالقادر ځاځي په مشرۍ د افغانستان د ملي شورا يو پلاوى اسلام اباد ته تللى تر اوسه يې د پارلمان تر څنګ له بېلابېلو چارواکوسره هم ليدلي دي.

نوازشريف د افغانستان د ملي شورا  له پلاوي سره نن له غرمې مخکې په اسلام اباد کې د ليدنې پر مهال  د افغانستان له حکومت او خلکو مننه وکړه چې د پېښور پر ښوونځي بريد يې غندلى او له پاکستان سره يې يووالى څرګند کړى و.

څو ورځې مخکې د پېښور پر يوه ښوونځي د وسله والو په يوه بريد کې د ١٤٠ زده کوونکو په ګډون شاوخوا ١٥٠ کسان ووژل شول.

نوازشريف ويلي چې با ثبات او پياوړى افغانستان د پاکستان په ګټه دى او غواړي چې دواړه هېوادونه پر پياوړو سياسي اړيکو ترهګري له منځه يوسي.

هغه زياته کړې چې دواړه هېوادونه به خپلې خاورې د يو بل پر ضد نه کاروي او افغانان د پاکستانيانو په زړونو کې اوسېـږي.

نوازشريف په دې ليدنه کې په ډاګه کړې چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ ډېرې کړي.

د نوموړي په وينا، د دې ډول پلاوو له تګ راتګ سره د دواړو هېوادونو ولسونه سره نږدې کېږي.

د يادونې ده، افغان پلاوى تېر ماښام د پاکستان د ملي امنيت سلاکار له سرتاج عزيز سره ليدلي او تر هغې مخکې يې د پاکستان د سنا مجلس او ولسي جرګې له يو شمېر غړو سره هم ليدنې کړې دي.

Related Topics