Language

ناروې له ٢٠١٤ وروسته په افغانستان کې خپل ٧٥ سرتېري پرېږدي

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): ناروې وايي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به يې ٧٥ سرتېري د افغانستان د ملي ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره پاتې وي.

يادې څرګندونې په کابل کې د ناروې سفير ايرلينګ سکجونس بيرګ د مرغومي په ١٠مه د افغانستان د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمدخان سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د اجرائيه رييس د لومړي مرستيال له دفتره د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ناروې سفير د دې ليدنې پر مهال ژمنه وکړه چې هېواد به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ناروې سفير ويلي، که څه هم ناروې په ١٣ کلونو کې د ايساف او ناټو په چوکاټ کې د افغانستان په امنيت او بيارغونه کې مرسته کوله، خو تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم خپلو اړيکو او همکاريو ته ادامه ورکوي.

نوموړي زياته کړې چې هېواد به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته د نا‌ټو د پرېکنده ملاتړ په ماموريت کې به يې ٧٥ سرتېري د افغان ملي ځواکونو د روزنې او مشورو لپاره پاتې وي.

ټاکل شوې د ناټو دغه نوى ماموريت سر له سبا پيل شي.

ايرلينګ سکجونس ويلي چې هېواد يې د ملګرو ملتونو او نړيوال بانک له لارې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اجرائيه رييس لومړي مرستيال انجنير محمدخان د ناروې له سفير سره په خبرو کې په تېرو کلونو کې د ناروې د پام وړ له مرستو مننه وکړه.

هغه زياته کړې چې ناروې په ډېرو حساسو شرايطو کې له افغانستان په کرنيزو، پوهنې، روغتيا او بيارغونې په برخو کې مرستې کړې دي.

Related Topics