شبرغان (پژواک ١٠ مرغومى ٩٣): د مولوي نعمت الله په قوماندانۍ د وسله والو دوه سوه کسيزه ډله، چې دولت ته يې د خپلو وسلو د سپارلو هوډ درلود، د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شوې ده.
دوره ورځې وړاندې په جوزجان ولايت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم له لارې د مولوي نعمت الله په قوماندانۍ دوه سوه وسله وال مخالفين د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان پرون د خپلو وسلو د سپارلو په موخه د جوزجان مرکز شبرغان ښار پر لوري روان وو، چې د قوش تپې په عربو سيمو کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول.
د سرچينې په وينا، ياده نښته د مازيګر ٤ بجې پيل او د شپې تر ٨ بجو پورې يې دوام درلود، چې په پايله کې يې د پنځو وسله والو مخالفينو په ګډون د لطف الله په نوم د مولوي نعمت الله يو کس وژل شوي او ٩ نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.
هغه د دې خبرې په يادولو سره، چې امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته د مولوي نعمت الله له کسانو سره د مرستې په موخه په خپل وخت رسېدلې، زياته کړه چې وسله وال مخالفين يې له ماتې سره مخ کړل.
نوموړي څرګنده کړه، چې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو پنځه موټرسايکلونه او دوه کلاشينکوفونه هم تر لاسه کړي او د وسله والو مخالفينو مړي تر اوسه پورې د پېښې په سيمه کې پاتې دي.
د دغه ولايت د قوش تپې ولسوالۍ د عربو کلي اوسېدونکي قسيم وويل، چې د پېښې په سيمه کې يې له نښتې وروسته دوه مړي ليدلي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د نعمت الله له کسانو سره د پېښې د رامنځته کېدو په ترڅ کې د خپلو اوو کسانو د وژنې او څلورو نورو ټپي کېدل منلي دي.
ټاکل شوې چې نن د مولوي نعمت الله په ګډون د هغه ٢٠٠ کسيزه ډله خپلې وسلې په رسمي ډول د جوزجان ولايت امنيه قوماندانۍ ته وسپاري.
د جوزجان امنيه قوماندان پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې دغه ټول کسان د مولوي نعمت الله تر قوماندانۍ لاندې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي او له ځانونو سره يې د کلاشينکوف، پيکا او راکټ په ګډون سل بېلابېل ډول وسلې هم له ځانه سره راوړې دي.
د جوزجان ولايت د امنيتي چارواکو په وينا، مولوي نعمت الله پخوا په دغه ولايت کې د طالبانو د والي او د محکمې د مشر او په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو د پوځي شورا مشر و.
خو د وسله والو مخالفينو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې طالبانو مولوي نعمت الله چې د يوې اووه کسيزې ډلې مشر و، څلور مياشتې وړاندې له خلکو څخه د عشر او د هغوى د ګواښولو له امله د طالبانو له ليکو شړلى دى.
هغه ادعا کړې، چې مولوي نعمت الله له خپلو څو کسانو سره له جنرال دوستم سره يو ځاى شوى او له طالبانو سره کومه اړيکه نه لري.
ويل کېږې، چې په دغه ولايت کې د سولې پروسې له پيل (١٣٨٩) راهيسې شاوخوا ٦٠٠ کسان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.