Language

د بره کي برک د پاڅونوالو مشر ووژل شو

پل علم (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د پاڅونوالو مشر له درېيو ساتونکو سره د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې ووژل شو.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته څه باندې دوه بجې د بره کي برک ولسوالۍ د ده شېخ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د پاڅونوالو مشر حاجي خليل له خپل کوره د ولسوالۍ پر لور روان و چې په لاره کې د وسله والو له کمين سره مخ شو.

هغه زياته کړه چې نوموړي له وسله والو طالبانو سره نيم ساعت جګړه کړې، خو په پايله کې حاجي خليل له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي دى.

د ولسوال په وينا، طالبانو د هغه رينجر موټر ته هم اور اچولى او له سيمې تښتېدلي دي.

انجنير امين وايي چې حاجي خليل له تېر يوه کال راهيسې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاڅونوالو مشري کوله او د دې ولسوالۍ ٢٠ کلي يې له وسله والو پاک کړي وو.

د همايون په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو د کلي په منځ کې حاجي خليل ته کمين نيولى و.

هغه زياته کړه چې د حاجي خليل جسد د يوه څه مودې لپاره په سيمه کې پروت و او څوک يې د وړو لپاره نه ورتلل.

دى وايي چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو پېښو کې د حاجي خليل يو زوى او دوه ورېرونه د وسله والو له لوري وژل شوي وو.

د يادونې ده چې څه موده مخکې هم په دغه ولايت کې د پاڅونوالو يو مشر وژل شوى و.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، نن په هرات ولايت کې يو پخوانى متقاعد شوى قاضي د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو د محمد اسماعيل په نوم پر يوه قاضي نن سهار لس بجې د ښار په دوولسمه ناحيه کې بريد کړى او هغه يې ټپي کړى دى.

نوموړى وايي چې ياد قاضي د بادغيس ولايت اوسېدونکى دى او په قادس ولسوالۍ کې يې دنده ترسره کوله خو په دې وروستيو کې تقاعد شوى و.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.