Language

د غزني او سمنګانو چارواکو له خلکو سره د امنيت د ټينګښت ژمنه وکړه

غزني،ايبک (پژواک ۱۵ مرغومی ۹۳): د غزني او سمنګانو چارواکو له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د خپلو ولايتونو د خلکو امنيت به تر وروستيو سلګيو پورې ساتي.

څو ورځې وړاندې په ټول هېواد کې د ناټو ځواکونو جنګي ماموريت پاى ته ورسېد، چې له دې سره د هېواد ټول امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د غزني په مرکز د ولايت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې، چې په کې د دې ولايت مسوولينو او لسګونو قومي مشرانو او خلکو برخه اخيستې وه، د غزني خلکو له امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده په دې غونډه کې وويل، دا چې نن د غزني خلکو له امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، نو امنيتي ځواکونه هم د دوى ترڅنګ ولاړ دي او د دوى امنيت ساتل ورباندې لازمي دي.

دى زياته کړه: “په غزني کې دا تېر يو کال کېږي چې بهرني ځواکونه نشته، نو که چېرته وسله وال طالبان جنګ کوي، نو دا جنګ د اسلام او شريعت له نظره مخالف کار دى او دوی ته خو د جنګ کومه بهانه هم نه ده پاتې.”

نوموړی له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د سولې له بهير سره يوځای شي او د نورو په خوله دې خپل وروڼه نه وژني؛ خو که چېرته دوی جنګ ته ادامه ورکړي، نو په وړاندې يې امنيتي ځواکونه ولاړ دي.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالق داد اکبري وويل چې په غزني کې د بهرنيو ځواکونو په نه شتون کې افغان ځواکونه توانېدلي، چې د دې ولايت امنيت وساتي او له دې وروسته به يې هم ساتي.

خو هغه غوښتنه وکړه، چې امنيتي ځواکونه دې ښه سمبال شي.

په غزني کي يوه قومي مشر خليل الله هوتک وويل، چې دولت بايد د امنيتي ځواکونو کميت نه، بلکې کيفيت ته زياته پاملرنه وکړي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال غلام حيدر نيکپي وويل، د امنيت په راوستلو کې د خلکو مرسته ډېره مهمه ده او د دوى له ملاتړ پرته امنيت راوستل شونې نه ده.

د غزني د ملي امنيت رييس علي احمد مبارز بيا له خلکو وغوښتل، چې د وسله والو طالبانو او نورو مجرمينو په خوشې کولو کې له واسطې څخه لاس واخلي.

دا چې د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې د غزني امنيت ښه شوی، خو بيا هم د غزني په يو شمېر سيمو کې امنيتي ستونزې موجودې دي او په دې ولايت کې د بهرنيو وسله والو په ګډون ګڼ شمېر طالبان شته.

د يوه بل خبر له مخې، د سمنګان ولايت چارواکي هم وايي، چې د هېواد له خپلواکۍ د دفاع او د مخالفينو پر وړاندې د جګړې توان لري.

دا څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې، چې د سمنګان په مرکز ايبک کې د امنيتي ارګانونو د همغږۍ په مرکز کې جوړه شوې وه او په کې د دې ولايت له چارواکو سربېره، يو شمېر قومي مخورو هم ګډون کړى وو.

د سمنګانو سرپرست والي خير الله انوش په دې غونډه کې وويل، سره له دې چې په دې ولايت کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد له بهير څخه درې کلونه تېر شوي، خو امنيتي ارګانونه د خلکو په همکارۍ توانېدلي، چې په دې ولايت کې امنيت تامين کړي او خلکو ته د سوله ييز ژوند زمينه برابره کړي.

د سمنګان امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بېګزاد خلکو ته د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او ويې ويل، دمګړۍ له هېڅ ډول امنيتي ننګونو سره نه دي مخامخ.

خو هغه ټينګار وکړ، چې افغان ځواکونه دې په ځمکنيو او هوايي عصري وسلو او تجهيزاتو سمبال شي.

Related Topics