Language

ولسمشر غني: د سنګين له پېښې سره د قانون په چوکاټ کې چلند کېږي

کابل (پژواک، ١٥ مرغومی ٩٣): ولسمشر اشرف غني د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خبر پرمهال ويلي، چې د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته به له دې موضوع سره د قانون په چوکاټ کې چلند کېږي.

تېره اونۍ په سنګين ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پرمهال د يوه راکټ د لګېدو له امله، کابو ٢١ تنه ووژل شول او ٤٥ نور چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو، ژوبل شول.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې نن د هلمند ولايت له يو شمېر مشرانو، مخورو او د سنګين په پېښه کې له زيانمنو شويو کورنيو سره د ويډيو کنفرانس له لارې وشوې.

د دغه ويډيو کنفرانس په جريان کې چې د هلمند والي او د سنګين د پېښې حقيقت موندونکي پلاوي هم شتون درلود، ولسمشر غني يو ځل بيا د دغې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.

ده وويل، د سنګين پېښه نه يواځې د هلمند، بلکې د افغانستان ټولو خلکو ته يوه غم لړلې پېښه وه او ټول خلک د سنګين د خلکو په غم کې ځانونه شريک ګڼي.

نوموړي لېږل شوي پلاوي ته لارښوونه وکړه، چې د سنګين د پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي او د اړتيا په صورت کې دې ټپيان د هلمند له ولايت څخه د باندې د درملنې لپاره ولېږدوي.

دغه راز هغه لارښوونه وکړه، چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه دې د حقيقت موندونکي پلاوي او د سيمه ييزو چارواکو په همکارۍ د امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو له خوا هر اړخيزې تخنيکي څېړنې ترسره شي او له څېړنې وروسته دې له دغې مسئلې سره د قانون په چوکاټ کې چلند وشي.

ولسمشر وايي: “زه د قانون د پلي کېدو پلوی يم او د نوموړې پېښې د څېړنو نتيجو ته منتظر يم.”

ده زياته کړه، عدالت بايد پلی شي او د دا ډول پېښو له تکرارېدو څخه دې په جدي ډول مخنيوی وشي.

د هغه په وينا، په هېواد کې د وينې د تويېدو د مخنيوي او په دې خاوره کې د سولې او ارامتيا د ټينګښت لپاره به هر اړخيز اقدامات ترسره کړي.

د سنګين له پېښې وروسته، د زيانمنيو شويو کورنيو يو شمېر خپلوانو، د هلمند ولايت مقام مخې ته په اعتراضي غونډو کې، د دې پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

سيمه ييزو مسوولينو ويلي وو، د واده د مراسمو سيمې ته نږدې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.

تراوسه پورې د دې پېښې اصلي عاملان نه دې پېژندل شوي، خو سيمه ييزو مسوولينو د ملي اردو دوه سرتېري د يوه راکټ د توغولو په تور نيولي او په دې اړه د څېړنو د دوام خبرې کوي.

 

Related Topics