مزارشريف (پژواک ١٧ مرغومى ۹۳): د بلخ ولايت د نساجي فابريکې مسوولين وايي، دغه فابريکه د دولت د نه پاملرنې له امله په ټپه د درېدو په حال کې ده.
د يادې فابريکې رييس انجينر محمد شريف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د ازاد بازار د منځ ته راتګ له امله، د دولتي فابريکو چارې له ټکنيتوب سره مخ شوي، چې يوه يې د بلخ نساجي فابريکه ده.
ده زياته کړه، که چېرې دولت د بلخ نساجي فابريکې ته پاملرنه ونه کړي، نو لرې نه ده، چې په نږدې موده کې په ټپه ودرېږي.
نوموړى وايي، په ياده فابريکه کې چې په ١٣٤٧ لمريز کال يې کار پيل کړى، د بلخ او د شاوخوا ولايتونو پنبه د خامو موادو په توګه کارېدله، چې تار او کتان ټوکر به يې توليدول او په شروع کې يې د کال ۲۰ميليونه متره ټوکر توليدول.
شريف وويل، په تېرو ديارلسو کلونو کې د يادې فابريکې په اړه دولت هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې، چې د فابريکې د پرمختګ او د توليداتو د زياتوالي لامل شي؛ دمګړۍ د يادې فابريکې توليد د نشت برابر دی او چارې يې يواځې د پنبې تر پروسس پورې محدودې شوې دي.
د هغه په خبره، اوسمهال د بلخ نساجي فابريکه کې د کال تر ۷۰ټنو پورې پنبه پروسس کېږي او تار ورڅخه جوړېږي.
دى زياتوي، په تېرو ديارلسو کلونو کې دولت د يادې فابريکې د ترميم په برخه کې کار نه دی کړی او اوسمهال زيات شمېر ماشينونه يې له کاره لوېدلي دي.
دغه راز هغه وايي، د دولت نه پاملرنه، د فابريکې د دوراني پانګې نشتوالی او د برېښنا ټکنيتوب د دې لامل شوی، چې فابريکه له منځه لاړه شي.
ده زياته کړه، د فابريکې د کار په پيل کې کابو ۱۵۰۰ کسانو په کې کار کاوه، خو اوسمهال يې د کارکوونکو شمېر له ۵۰ کسانو نه اوړي او ډېرى مسلکي کارکوونکي يې بې کاره دي.
محمد يوسف چې لا هم د بلخ نساجي فابريکه کې کار کوي، وايي، د فابريکې له شته چارو هم خوښ دی، چې د همدې فابريکې له لارې خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي.
د هغه په خبره، چې پخوا وختونو کې به په ياده فابريکه کې سلګونو کسان کار کاوه، خو اوس لسګونه کسان دي.
د بلخ دولتي مسوولين هم د دې پخلی کوي، چې د نه پاملرنې له امله دغه فابريکه د له منځه تلو په حال کې ده.
د بلخ ولايت مقام وياند منير فرهاد پژواک ته وويل، چې د نړيوالو مرستندويو ټولنو او د مرکزي دولت د نه پاملرنې له امله د نساجي فابريکه د له منځه تګ سره مخ شوې ده.
ده زياته کړه، د يادې فابريکې ماشينونه ډېر پخواني دي، چې بايد په تېرو ديارلسو کلونو کې له نوې عصر ټکنالوژۍ سره سم رغول شوي وای.
د هغه په وينا، په تېرو ديارلسو کلونو کې د ازاد بازار له منځ ته راتګ سره دولت له دولتي فابريکو مخ واړاوه، چې له همدې امله د بلخ نساجي فابريکه هم هېره کړای شوه.
فرهاد وويل، چې دوی څو ځلې د يادې فابريکې د بيارغونې وړانديزونه له نړيوالو مرستندويو ټولنو او مرکزي دولت سره شريک کړي؛ خو مثبت ځواب يې نه دی تر لاسه کړی.
نوموړي زياته کړه، که اوس هم دولت د نساجي فابريکې تر څنګ د نورو دولتي فابريکو د بياجوړېدو چارو ته پاملرنه وکړي، نو د کورنيو توليداتو د منځ راتګ تر څنګ به زيات شمېر بې روزګاره افغانان په کار وګومارل شي.