Language

ښرنه (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٣): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٨٥ پرمختيايي پروژو په جوړېدو به زرګونه ځايي خلکو ته اسانتياوې برابرې شي.

په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، پلچکونو، ويالو او لاسي پمپونو پر جوړولو سربېره د لارو کوڅو پخول شامل دي چې تېره ورځ ناوخته يې چارې پيل شوې.

د پکتيکا د والي مرستيال عطاءالله فضلي په دې اړه نيول شوو مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ٨٥ په شمېر يادې پروژې د ملي پيوستون پروګرام په لارښوونه د ”او. ار. سي. ډي” موسسې د ١٠٠ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي.

فضلي وايي چې د دغو پروژو چارې به د راتلونکي کال په اوږدو کې پاى ته ورسېږي چې له امله به يې سلګونه ځايي کورنۍ ترې ګټه واخلي.

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس افسر خان سليمان خېل پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له پيله تر اوسه د بيارغوني کارونه نه وو ترسره شوي.

د سليمان خېل په خبره، دوى به د دغو پروژو څار وکړي او هڅه به وکړي چې په ښه کيفيت جوړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

د جاني خېلو ولسوالۍ قومي مشر عبدالکريم پژواک اژانس ته وويل د يادو پروژو له امله به ډېرى ځايي وګړو ته د کار زمينه برابره شي او تر ګټې اخيستنې وروسته به ځايي خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي.

ده وويل، د سېلاوونو پر مهال ځمکو او فصلونو ته زيان اوړي، لارې کوڅې خرابې دي او ويالې د اوبه خور لپاره نه دې منظمې چې د دې پروژو په ترسره کېدو سره به دا ټولې ستونزې حل شي.

نوموړي زياته کړه: ((دلته بايد په هره برخه کې کار وشي، په ځانګړي ډول د بيارغونې، روغتيا او معارف به برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده.))

نوموړي وويل چې يادې پروژې به جاني خېلو ولسوالۍ په ٥٠ کليو کې پلې شي.

Related Topics