کابل (پژواک ٢١ مرغومى ٩٣): نوې کابينه په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې په داسې حال کې پر يوې ګرمې موضوع بدله شوې، چې حکومتي چارواکي د لړم مياشتې له ٢٢ نېټې وروسته چې د کابينې د اعلان لومړۍ نېټه وه، شاوخوا شل ځلې بيا خپلې ژمنې تکرار کړې دي.
ولسمشر اشرف غني د دې ترڅنګ چې څو ځلې د کابينې د اعلان په اړه نا معلومې ژمنې کړي؛ د دې کار د تر سره کولو په اړه يې کم تر کمه درې ځلې ناڅرګنده نېټې ټاکلي، خو هغه يې هم تر پښو لاندې کړې دي.
د چارو کارپوهان وايي، د نوې کابينې د جوړېدو په اړه ځنډ له دې پرته چې د ملي شورا، مدني ټولنې غړو او خلکو سخت غبرګونونه راپارولي او پر حکومت يې ډېرې نيوکې کړي؛ د ملي يووالي حکومت د ګډو کارونو د دوام په اړه خلک شکمن کړي دي.
يو شمېر راپورونو څرګندوله، چې د ولسمشر او د حکومت د اجرايي مشر تر منځ د نوماند وزيرانو په اړه شته اختلاف د کابينې د ځنډ لامل ګرځېدلى دى.
که څه هم د حکومت مشرانو ته نږدې سرچينې په دې اړه د هر ډول اختلافونو شتون ردوي، خو د چارو پوهان بيا د کار له پيل راهيسې د دواړو مشرانو تر منځ په کار کې د ستونزو شتون بولي.
د کابينې د ټاکلو په برخه کې د دواړو مشرانو بله ژمنه د وړتيا رعايتول، حساب ورکول او د نوماند وزيرانو ټاکنه ده، خو هغه نوملړ چې د دوى د نږدې سرچينو له لارې نشر شوى، د چارو پوهانو او خلکو پرې ډېرې نيوکې کړې دي.
که څه هم حکومتي چارواکو د کابينې لپاره د دغو کسانو ټاکل نه دي منلي، خو يو شمېر کارپوهان وايي چې که دغه نوملړ کره او دقيق وي نو د مسلکي کسانو د ټاکلو په برخه کې د دواړو مشرانو له لوري د ژمنو د تر پښو لاندې کولو په مانا دي.
په دې وروستيو کې چې د نوې کابينې رامنځته کولو موضوع په رسنيو کې په يوې ګرمې موضوع بدله شوې؛ حکومتي چارواکو د کابينې د اعلان لپاره څو ځلې ژمنه کړې چې په لاندې ډول ده.
د تلې ٧ مه- ولسمشر اشرف غني د لوړې د مراسمو له تر سره کولو وروسته: د ٤٥ ورځو په ترڅ کې کابينه اعلانوم (اعلان نه شوه)
د ليندۍ ١١ مه- ولسمشر اشرف غني بروکسل کې د ناټو په غونډه کې: تر راتلونکو دوه يا څلورو اونيو کې د افغانستان کابينه اعلانيږي (اعلان نه شوه)
د ليندۍ ٣٠ مه- د ارګ يوه سرچينه: د کابينې يوه مهمه برخه د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ٣ مه) اعلانيږي. (اعلان نه شوه)
٩-مرغومى-د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله: ولسمشر له دوو نوماند وزيرانو پرته د کابينې د نورو غړو په اړه وروستى تصميم نيولى دى.
١١-مرغومى-د افغانستان ولسمشرۍ رياست سرچينه: د کابينې غړي به ډېر ژر اعلان شي.( ناڅرګند وخت)
١١-مرغومي-د ولسمشرۍ رياست خبرپاڼه: د نوې کابينې اعلان به له يوې اونۍ زيات وخت ونه نيسي.( وخت وغځېده.)
١٦-مرغومى-ولسمشر اشرف غني:د کابينې د غړو په اړه تصميم نيونه په وروستيو پړاوونو کې دى، ژر به اعلان شي. ( نا څرګند وخت)
١٦-مرغومى-د حکومت اجراييه مشر د ملي يووالي حکومت د جوېدو په سلمه ورځ: کابينه به په نږدې ورځو کې اعلان او د خلکو انتظار به پاى ته ورسېږي.( نا څرګند وخت)
١٦-مرغومى- دو لسمشرۍ رياست سرچينه: قوي احتمال لري چې د پنجشنبې او يا د راتلونکې اونۍ د شنبې(٢٠ مرغومي) په ورځ د کابينې يوه برخه يا ټوله کابينه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.( ونه شوه)
١٧-مرغومى-د حکومت اجراييه مشر: له ژمنې سره سم به يوه تخصصي او مسلکي کابينه اعلان شي.
١٨-مرغومى-د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزى: لا هم د کابينې په اړه وروستى تصميم نه دى نيول شوى.
٢٠-مرغومى-ولسمشر اشرف غني: کابينه به ډېر ژر اعلان شي.( نا څرګند وخت)
٢١-مرغومى –د ولسمشر حقوقي سلاکارعبدالعلي محمدي:د ملي يووالي حکومت د کابينې غړي سباته اعلانېږي.
ولسمشر اشرف غني د ليندۍ په ١١مه په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې وويل چې د کابينې ټول نوماند وزيران به نوې څېرې وي او د وړتيا، حساب ورکونې او ژمنې له مخې ټاکل کېږي.
ولسمشر همدارنګه په ٢٦ کسيزه کابينه کې د څلورو ښځو د شتون خبره کړې وه.
د حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله هم ويلي دي چې د ژمنې سره سم به نوې کابينه له تخصصي او مسلکي کسانو څخه جوړه وي. د حکومت مشرتابه ته نږدې کسانو لاندې اشخاص د نوې کابينې د نوماندو وزيرانو په توګه ښودلي دي.
صلاح الدين رباني – د بهرنيو چارو وزارت، عارف سروی – د کورنيو چارو وزارت، قربان حقجو – اقتصاد وزارت، سردارمحمد رحيمي –سوداګرۍ وزارت، رحمن اوغلي – پوهنې وزارت، انجنير نصير – کليو پراختيا وزارت، عالمي بلخي – عدليه وزارت، عبدالکريم خدام – کډوالو چارو وزارت، شېرمحمد کريمي – ملي دفاع وزارت، غلام جيلاني پوپل – ماليه وزارت ، فاطمه ګيلاني – لوړو زده کړو وزارت، فيض الله ذکي – اطلاعات او فرهنګ وزارت، برنا کريمي – د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت، سادات ناصري – کار او ټولنيزو چارو وزارت، ټاکټر فيروز – عامې روغتيا وزارت، غلام نبي فراهي – د سرحدونو او قبايلو وزارت، ذبيح الله مجددي – د عامه ګټو وزارت، دوکتور کريمي – کانونو وزارت او رحمت الله نبيل – د ملي امنيت رياست نوماند.
د نورو پنځو وزارتونو لپاره تر اوسه د چا نوم نه دى اخيستل شوى. اجراييه مشر ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل چې له دې ډلې تر اوسه پورې د ( حقجو، ګيلاني او خدام) د نوماندۍ په اړه وروستۍ تصميم نه دى نيول شوى.
د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزى تېره ورځ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ددې کسانو د رد او هوکړې په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه ((د کابينې د ټاکلو کار په وروستي پړاو کې دى، خو په اړه يې وروستي تصميم نه دى نيولى شوى.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن