Language

څلور ماشومان ټپيان او دوه ماين خښوونکي وژل شوي

خوست-ښرنه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي، چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې دوه ماين خښوونکي وژل شوي، څلور ماشومان ټپيان او څلور شکمن وسله وال نيول شوي دي.

چارواکي وايي، د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ اړوند د بابوخېلو په سيمه کې دوه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د دغه ولايت د ملي امنيت رياست له لوري د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه ماين خښوونکي د قوماندان غازي د وسله والې ډلې غړي وو.

د سرچيني په خبره، دغو کسانو غوښتل چې د بابوخېلو په سيمه کې د سړک غاړې ته ماين خښ کړي خو موخې ته له رسېدو مخکې پرې چاودنه وشوه او ووژل شول.

سرچينه زياتوي چې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې چې د مرکز ښرنې په اړوند سيمو کې ترسره شوي، څلور مشکوک وسله وال او نظامي تجهزات نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په نيول شوو تجهيزاتو کې پوځي يونيفورم، مصنوعي ويښتان او چاودېدونکي توکي شامل دي.

بلخوا چارواکي وايي، د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې پر يوه کلي د هاوان د لګېدو له امله څلور ماشومانې ټپيانې شوې دي.

د دې ولسوالۍ ولسوال زرمعيد مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هاوان دغه مرمۍ تېر مازديګر د يادې ولسوالۍ د زمبر په سيمه کې د کلي په منځ کې لګېدلې ده.

مخلص وويل چې په پېښه کې ټپي څلور واړه نجونې له شپږ کلنۍ څخه تر لس کلنۍ پورې عمرونه لري او له پېښې وروسته سمدستي د درملنې لپاره د خوست مرکز ته ولېږدول شوې.

که څه هم ولسوال دا ونه ويل چې مرمۍ له کوم ځايه او چا ويشتلې، خو زياته يې کړه چې تر پېښې لږ مخکې په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونو عمليات کړي وو.

د سيمې يوه اوسېدونکي هاشم پژواک ته وويل چې مرمۍ د زمبر د غرنۍ سيمې د مکتب بازار په کلي کې لګېدلې او يادې څلور ماشومې نجونې يې ټپيانې کړې دي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

Related Topics