ګردېز( پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٣): د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې درې ملکي وګړي ووژل شول.
د زرمت ولسوال کفتان اخلاص پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن مازيګر څلور بجې د يادې ولسوالۍ په مقرب خېلو سيمه کې رامنځ ته شوه.
هغه وايي ، دغه ملکي وګړي چې يوه يې په کې ماشومه هم ده په يوه سراچه موټر کې سپاره وو، چې چاودنه پرې وشوه.
ولسوال ونه ويل چې دغه کار چا کړی دی.
پر يادو ملکي وګړو د دې چاودنې مسووليت هم چا پر غاړه نه دى اخيستى.