تالقان (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٣): د تخار يو شمېر اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه ولايت د ملي امنيت د رييس د ګوښه کولو او محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکو ويل چې د ملي امنيت رييس جنرال نجيب الله نجيب خپل مرستيال ډاکټر سرور وهلى او له دفتره يې په زور ايستلى دى.
يوه لاريون کوونکي ضياالحق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت رييس د خپل مرستيال په ډبولو سره چې قومي مشر هم دى، ناقانونه عمل ترسره کړى او يوه قوم ته يې سپکاوى کړى دى.
ده يادونه وکړه: ((جنرال نجيب خپل مرستيال وړمه ورځ دفتر ته ورغوښتى او په خپلو ساتونکو يې وهلى، سپکاوى يې ورته کړى او له دفتره يې په زور ايستلى، دا ناقانونه عمل دى، رييس بايد له دندې ګوښه او بيا محاکمه شي.))
د دغه ولايت يو قومي مشر ډاکټر محب الله کټوازي د لاريون په څنډه کې پر مرکزي دولت غږ وکړ چې دغه مسئله په غور وڅېړي او د حيثيت اعاده دې وشي.
نوموړى وايي: ((که دولت په دې برخه کې لازم اقدام ونه کړي، د مرکز تالقانو او له شپاړسو ولسواليو څخه به په زرګونو کسان لارو او کوڅو ته ووځي چې هغه وخت به دولت کنټرول له لاسه ورکړي.))
يو بل لاريون کوونکى انجنير عبدالستار وايي چې جنرال نجيب الله له تېرو لسو کلونو راهيسې په تخار کې د قومونو تر منځ لانجې جوړوي او دا يې هم د هغه پلان يوه برخه ده چې يوه قوم ته سپکاوى کوي.
نوموړي وايي: ((د دغه ولايت د ملي امنيت رييس د قومونو ترمنځ کړکېچونه جوړوي، دى بايد له دندې ګوښه شي، تر هغه چې دى له دندې ګوښه او محاکمه نه شي دغه لاريونونه به همداسې دوام ولري.))
د دې مسئلې د لا روښانتيا لپاره مو هڅه وکړه چې د ملي امنيت له مرستيال ډاکټر سرور سره خبرې وکړو، خو د پژواک اژانس خبريال وويل چې له مرکزه ورته د مرکې او يا هم په دې اړه د څرګندونو اجازه نه ده وکړل شوې.
د دغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال نجيب الله نجيب بيا د پژواک خبريال ته په اړيکه کې ويلي چې وروسته رسنۍ را غواړي او له نږدې ورسره خبرې کوي.
خو ويل کېږي چې د ملي امنيت عمومي رياست، هغه د يادې پېښې په غبرګون کابل ته غوښتى دى.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ملي امنيت د وياند نظر واخلي ، خو بريالى نه شو .