ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي :  هلمند او پکتيکا کې ٢٠وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي : هلمند او پکتيکا کې ٢٠وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
19 Jan 2015 - 12:15
چارواکي :  هلمند او پکتيکا کې ٢٠وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
19 Jan 2015 - 12:15

لښکرګاه- ښرنه (پژواک، ۲۹ مرغومى ۹۳): چارواکي وايي چې د هلمند او پکتيکا په ولايتونو کې د نښتو پر مهال يو پوليس او ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي، يو پوليس او اووه طالبان ټپيان دي.

د پکتيکا د والي وياند ضمير خپلواک د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خوشامند ولسوالۍ د مامورخېلو په سيمه کې د پوليسو پر ګزمه بريد کړى دى.

د خپلواک په وينا، په ځوابي ډزو کې يو پوليس او د ضمير وفادار په نوم د يو طالب سرګروپ په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.

د والي وياند زياتوي، د جاني خېلو ولسوالۍ د ګواشتي په سيمه کې بيا وسله والو غوښتل چې پر لويه لار ماينونه خښ کړي خو د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې درې طالبان وژل شوي او يو ټپي دى.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې نهه ماينونه هم نيول شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په خوشامند ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

مجاهد په دې نښته کې د يوه طالب د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو پخلى کړى.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې د هلمند په واشير ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو په نښته کې اته طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته ٥٠ طالبانو د څلورمې لوا پر کنډک بريد وکړ خو په ځوابي ډزو کې اته طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

هغه وايي چې په وژل شوو کې طالب قوماندان غلام حضرت هم شامل دى چې د ټولو مړي په سيمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.