Language

د مزارشريف د ښاروالۍ سږني عوايد ٣٠٠ ميليونه افغانۍ شوي

مزارشريف (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د مزارشريف ښاروالي وايي چې خپل پراختيايي پلان يې ۹۰ سلنه عملي کړی خو د دغه ښار اوسېدونکي وايي چې ښاروالۍ په پراختيايي چارو کې توازن په پام کې نه دى نيولى.

د بلخ د مرکز مزارشريف د ښاروالۍ مسوولينو د يوه کنفرانس په ترڅ کې د شوو چارو په اړه د ناحيو مشرانو، د ولايتي شورا وکيلانو او د مدني ټولنو استازو ته حساب ورکړ.

د مزارشريف ښاروال محمديونس مقيم د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان لمريز کال کې يې ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې تر دې دمه يې ۲۸۰ ميليونه عوايد پر پراختيايي چارو لګولي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې ترڅ کې ۱۰ کيلومتره سړکونه قير شوي او۴۰ کيلومتره فرعي کوڅې د هبيتات موسسې په مالي مرسته کانکرېټ شوې دي.

مقيم وايي، دغه راز د اريانا کارتې له سولې کارتې سره د مزار-کابل د لويې لارې په منځ کې د زېرزمينۍ په کيندلو نښلول شوې، د مزارشريف ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې ودانۍ په درېيو پوړونو کې جوړه شوه او د ښار لوېديځه دروازه چې چارې يې بشپړې شوې خو يواځې د سړک قير کول يې پاتې دي.

دى وايي، همداراز د ښار شمال لور ته د سېل بر د مخنيوي په موخه د اوبو د پخې لارې د جوړېدو چارې ۷۰سلنه بشپړې شوې او د روضې په انګړ کې د پنځو تشنابونو د جوړېدو چارې به هم تر پسرلي پورې بشپړې شي.

د هغه په وينا، د ۹۳ کال له بوديجې څخه ځينې کاري وسايط هم ښاروالۍ ته پېرل شوي دي.

ښاروال يونس مقيم وايي، چې له دې پرته د مزار ښاروالۍ ځينې چارې د خصوصي سکتور په مرسته پيل کړې دي، چې په دې برخه کې يې د روضې شمال لور ته د ميترو سيستم د زېرمني د جوړښت د چارو د پيل يادونه وکړه، چې ۷۰سلنه بشپړې شوې دي.

خو د مزارشريف ښار اوسېدونکي د دغه ښار د ښاروالي په پراختيايي چارو نيوکه کوي، چې توازن په کې نه دی مراعات شوی.

د بلخ د ولايتي شورا وکيل محمد هاشم عظيمي پژواک ته وويل، چې د مزارشريف ځينې اوسېدونکي د ښاروالۍ له چارو خوښ نه دي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه خلک، چې سړکونه او کوڅې يې قير شوي، پارکونه يې جوړ دي نو د ښاروالۍ له چارو خوښ دي؛ خو هغه خلک، چې په سيمه کې يې يا هېڅ کار نه دی شوی او يا په نسبي توګه شوی نو د ښاروالۍ له چارو خوښ نه دي.))

د هغه په وينا، په همدې اړه يې د ښاروالۍ له مسوولينو سره کتلې او دغه ستونزې يې ورسره شريکې کړې چې بايد په متوازن ډول پراختيايي چارې پر مخ بوځي.

د مزارشريف ښار د دشت شور سيمې قومي مشر خدای بېردي پژواک ته وويل، چې د دوی سيمې ته په کتو سره په مزارشريف ښار کې پراختيايي چارې په متوازن ډول نه ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دوی سيمه د ښار تر ټولو نږدې او مرکزي سيمه ده، د خلکو نفوذ، سوداګريز کاروبار او نورې چارې په کې په ګړندۍ توګه روانې دي، خو لا يې هم مرکزي سړک نه دی قير شوی.

د هغه په وينا، په کار ده چې لومړى د ښار ټول مرکزي سړکونه قير کړای شي او بيا د فرعي کوڅو په پخولو باندې کار پيل شي خو په مزارشريف کې داسې نه دي شوي.

خو د مزارشريف ښاروال محمديونس مقيم د ښار په پراختيايي چارو کې د توازن نه مراعات کول رد کړ.

نوموړي زياته کړه، دوی د خپل پلان له مخې د ښاروالۍ د بوديجې په نظر کې نيولو سره تر خپل وسه هڅه کوي چې پراختيايي چارې به ترسره کړي.

د هغه په وينا، ټول ښار په يو کال کې نه جوړېږي، که په تېرو څو کلونو کې يې د ښار ځينې برخې جوړې کړې وي؛ نو پاتې کلونو کې به نورې برخې هم جوړې کړي.

مقيم وويل چې په راتلونکي کال کې هم په پام کې لري چې د ځينو نورو پراختيايي چارو تر څنګ لس کيلومتره سړک قير کړي.

 

Related Topics