غزني ښار(پژواک ٣٠ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې د ماين چاودنې د څلورو مېرمنو په ګډون اته ملکي وګړي وژلي او دوه يې ټپيان کړي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته ويل چې نن له غرمې وروسته د ګيلان او جاغوري ولسواليو پر لويه لاره د وچې کلا په سيمه کې د ملکي خلکو پر فلاينکوچ موټر د ماين چاودنه وشوه.
انصافي وويل چې په دې پېښه کې د څلور مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ده وويل چې دا ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و .
د سيمې يوه اوسېدونکي ګل حبيب پژواک اژانس وويل چې تر پېښې وروسته د سيمې خلکو او پوليسو ټپيان د جاغوري ولسوالۍ روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.