ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه ښاروالۍ د ځينو ښاريانو پر کورونو د باران اوبه ور برابرې کړې

د لښکرګاه ښاروالۍ د ځينو ښاريانو پر کورونو د باران اوبه ور برابرې کړې

author avatar
21 Jan 2015 - 15:37
د لښکرګاه ښاروالۍ د ځينو ښاريانو پر کورونو د باران اوبه ور برابرې کړې
author avatar
21 Jan 2015 - 15:37

لښکرګاه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۳): د هلمند د مرکز لښکرګاه يو شمېر اوسېدونکي وايي، په کورونو يې د ښاروالۍ او ځينو ځايي وکيلانو له خوا د پيسو د ورکولو په موخه په قصدي توګه د باران اوبه ورخوشې کړې دي، خو چارواکي دا خبره نه مني.

د فري زون سيمې يوه اوسېدونکي ګل نور نن خبريالانو ته وويل، ښاروالي غواړي د دوى سيمې په رهايشي نومرو بدلې کړي، له همدې امله د هر کور په سر سل زره پاکستانۍ کلدارې ترې غواړي چې ۳۰زره ښاروال، ۳۰ زره سرپرست والي او ۴۰ زره نورې د ناحيو وکيلانو ته ورکول کېږي.

ده زياته کړه، په تېر يوه کال کې د دوى په سيمه کې ټولې دولتي ځمکې د ښاروالۍ او ولايت له لوري په شخصي توګه پلورل شوې او سړکونو ته ځمکې پاتې نه دي؛ له همدې امله اوس د دوى شخصي کورونه کموي او هڅه کوي له دې لارې سړکونو ته ځمکه پيدا کړي.

د ده په وينا، د ښاروالۍ د سل زره کلدارو د ورکړې غوښتنه د سيمې خلکو نه ده منلې چې له امله يې د ښار د اوبو اصلي لاره يې بنده کړې او د دوى د کورونو پر لور يې ورخوشې کړې، تر څو د پيسو ورکړې ته چمتو شي.

هغه وايي: “تېره شپه مو ټولو کورونو ته اوبه راغلې، ډېر دېوالونه مو ونړېدل، ټوله شپه ماشومان او ښځې باران ته پاتې شو او موږ له کورونو د اوبو په وتلو بوخت وو.”

د دې سيمې يو بل اوسېدونکى عبدالباقي بيا وايي چې والي يې خپل دفتر نه پرېږدي او وايي چې د صافيانو د وېش او کار واک يې ښاروالۍ ته ورکړى، خو ښاروالي يې بيا دغه ستونزه په ولايت پورې تړي.

د ده په خبره، د فري زون خلک پيسې نه لري، هغه ځمکې چې د دوى په سيمه کې پاتې وې، هغه د ښاروالۍ او نورو اړوندو مسوولينو له خوا وپلورل شوې، اوس نو خبره د دوى کورونو ته پاتې ده.

نوموړي له مرکزي دولته وغوښتل چې يو پلاوى دغه ولايت ته راولېږي، څو دغه ستونزه هواره کړي، که نه خلک به په لاريونونو او د دولت پر ضد کړنو لاس پورې کړي.

الله نور هم چې د يادې سيمې اوسېدونکى دى، وايي: “خپله په ښار کې په ۲۰۰ افغانيو د ورځې مزدوري کوي، په داسې حال کې څنګه پيسې ورکړم؛ تېره شپه ښاروال خپله راته وويل، وکيلانو ته پيسې ورکړئ، هغوى پر تاسې حق لري او په کابل کې هم پيسې مصرف شوې دي، که نه سيمه به مو همداسې پاتې وي او هر وخت به له همداسې ستونزو سره مخ کېږئ.”

د يادولو ده چې په هلمند کې له تېرو دوو ورځو راهيسې باران ورېږي.

د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل صافي د يادو سيمو د خلکو ټولې ادعاګانې رد کړې او وايي، چې نه يې له چا پيسې غوښتي او نه يې په کوم ځاى اوبه ورخوشې کړي دي.

ده وويل، په يادو شوو سيمو کې په دولتي ځمکو خپلسري کورونه جوړ شوي او ښاروالي غواړي چې خپل پلان عملي کړي او ياده شوې سيمه کې نقشه کړي، خو خلک يې مخنيوى کوي.

د هغه په خبره، هڅه کوي چې دا ستونزه حل او د يادې شوې سيمې کورونه نقشه کړي.

هڅه مو وکړه چې له والي سره هم په دې اړه خبرې وکړو، خو هغه له خبرو کولو ډډه وکړه او ويې ويل چې په دې اړه به بيا بل وخت خبريالانو ته معلومات ورکړي.

د هلمند پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم له دې وړاندې په يوه ځانګړې مرکه کې پژواک ته ويلي و، چې د ولايت او ښاروالۍ له خوا په ناقانونه توګه دولتي ځمکې وېشل شوې دي، چې دوى د ولسمشر د يوه فرمان له مخې، د ودانيزو چارو د جوړولو مخه يې نيوله، خو له بېلابېلو مخالفتونو سره مخ شول.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.