ژبه

“ګاونډي هېوادونه جګړې ته لمن وهي”

توسط زين الله ستانکزي

جنوري 22, 2015 - 4:38 pm

Views: 125

لښکرګاه (پژواک، ۲ سلواغه ۹۳): د هلمند نوى امنيه قوماندان وايي چې ګاونډي هېوادونه د خپلو ګټو لپاره په دغه ولايت کې جګړې ته لمن وهي.

امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل دغه خبره د سلواغې په ٢مه په لښکرګاه کې د خپلې معرفۍ د مراسمو په ترڅ کې وکړه.

ملاخېل تر دې مخکې د پکتيکا د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله خو څو ورځې وړاندې د هلمند د امنيه قوماندان په توګه معرفي شو او نن يې په رسمي ډول دنده پيل کړه.

نوموړي وويل، د هلمند د امنيت لپاره امنيتي پلان لري او تر ډېره به د امنيتي ادارو پر همغږۍ کار وکړي.

دى وايي: ((ګاونډيو هېوادنو په دې ولايت کې د خپلو شخصي موخو لپاره جګړه پيل کړې ده، مخالفين د طالبانو په نوم جنګېږي، خو په اصل کې طالبان نه، بلکې ترهګر او د وحشت بنسټګر دي؛ دوى د طالبانو او ملايانو له نوم څخه ګټه اخلي.))

نوموړي له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې خلکو ته رښتيا ووايي، په امنيت کې برخه واخلي او د هغو خلکو مخنيوى وکړي چې وحشت ته لمن وهي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال لوى پاسوال اکرام الدين ياور وويل چې د هلمند لپاره يې ځکه  نبي جان ملاخېل د امنيه قوماندان په توګه غور کړى چې دلته په سيمه کې بلد دى.

ده زياته کړه، په دغه ولايت کې د خلکو مرسته له امنيتي ځواکونو سره ډېره شوې او اوس کلکې همغږۍ ته اړتيا شته.

د هلمند سرپرست والي تورن جنرال محمدنعيم وويل، امنيتي ارګانونه بايد په همغږۍ سره په سنګين او شمالي ولسواليو کې د امنيت لپاره هلې ځلې وکړي.

نعيم وايي: ((که اوس هلې ځلې ونه شي، د  هوا په ګرمېدو به د وسله والو طالبانو فعاليتونه نور هم ډېر شي.))

د نوموړي په خبره: ((ډېره هڅه مو وکړه، څو د هلمند حالات  کابو کړو، خو تر دې دمه نه يو توانېدلي له همدې امله له نوي قوماندان څخه د همغږۍ د رامنځته کولو غوښتنه کوو.))

هغه د دغه ولايت د سنګين او نورو شمالي ولسواليو امنيتي حالت لا هم د اندېښنې وړ وباله.

نوموړى زياتوي: ((سږ کال ډېر کوکنار کرل شوي، په دغه کار کې تر ډېره ملامتۍ پر پوليسو ده؛ نو د مخنيوي لپاره يې بايد له اوسه کار وشي.))

د مشرانو جرګې غړي محمدهاشم الکوزي وويل چې په هلمند کې ډېره قرباني پوليسو ورکړې ، خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه لري.

دى وايي، پوليس جنګي تجهيزات نه لري او د جګړې ډېر مسووليت ور له غاړې دى، نو بايد پاملرنه ورته وشي.