Language

غزني کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شول

غزني ښار (پژواک ٢٤سلواغه ) : د غزني ولايت په روضې سيمه کې نن سهار د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شول.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال  اسد الله انصافي د سلواغې په ٢٤مه  پژواک اژانس ته وويل چې دغه ترافيکي پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني ښار اړوند د روضې سيمه کې د کابل _غزني پرلويه لار د يوه ٣٠٣موټر او کرولا د ټکر له امله رامنځته شوې ده .

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې په کرولا موټر کې سپاره اووه  تنه چې د يوې کورنۍ غړي و ، ځاى پرځاى مړه شوي  او په ٣٠٣ کې يواځې يوتن ټپي دى.

د نوموړي په وينا، چې په مړو شويو کې څلور ماشومان ، دوه مېرمنې او يو نارينه شامل دي.

د انصافي د معلوماتو په اساس، چې ياد نارينه ډاکټر موسوي نوميږي چې په غزني ښار کې د غاښونو ډاکټر و.

دده په خبره ، چې دغه ډاکټر په کرولا موټر کې د خپلې کورنۍ له غړو سره له غزني څخه کابل ته روان و ، چې موټر يې له کابل څخه راتلوونکي ٣٠٣موټر سره ټکر شو .

د امنيت د امر په وينا، چې د پېښې په تړاو د ٣٠٣موټر چلوونکى نيول شوى او پوښتنې ترې پيل شوې دي.

د غزني د ولايتي روغتون رييس بازمحمد عابد همت  پژواک اژانس ته وويل چې له يادې ترافيکي پېښې ورته اووه جسدونه راوړل شوي دي.

د روضې د سيمې يوه اوسېدونکي جمشيد پژواک اژانس ته وويل چې په يوه کرولا کې سپاره ټول وګړي ددغې ترافيکي پېښې له امله مړه شوي دي .

هغه وويل چې د ٣٠٣موټرو د ګړندي تګ له وېرې خلک له سړک څخه په ډاډه زړه نه شي تېرېداى .

له دې مخکې هم د کابل –کندهار پر لويه لار د ٣٠٣موټرو د ټکر له امله  څو خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي، چې وروستۍ يې په زابل ولايت کې وه .

 

Related Topics