Language

“د زابل په ولايتي اداره کې دې اصلاحات راوستل شي”

کلات (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): د زابل د ولايتي شورا يو شمېر غړو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرانو سره د ليدنې پر مهال په ولايتي اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ د سلواغې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زابل د ولايتي شورا مشر عطاجان او د شورا يو شمېر غړو، نن د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او تخنيکي چارو مرستيال فريد ماموندزي سره وکتل.

هغه زياته کړه، چې د زابل د ولايتي شورا پلاوي د دې ليدنې پر مهال د خپل ولايت په اداره کې د اساسي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د غورځنګ په وينا، د ولايتي شورا استازو وويل چې زابل د معارف، انکشاف، قضا، څارنوالۍ او امنيت په سکتورونو کې يو لړ اصلاحاتو ته اړتيا لري.

دى وايي، دغه پلاوي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د زابل ستونزې د ولسمشرۍ ماڼۍ له عالي مقام سره شريکې کړې.

غورځنګ وويل، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستيال فريد ماموندزي د زابل د ولايتي شورا استازو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

نوموړي يادونه وکړه، چې زابل ته پاملرنه د مرکزي حکومت مهم لومړيتوب دی او د دې ولايت له ولايتي شورا يې هم غوښتنه وکړه، چې له سيمه ييزې ادارې سره همکاري وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.