Language

کوهمند: د بلخ له کانونو سمه څارنه نه شو کولاى

مزارشريف (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٣): د بلخ د کانونو رياست مسوولين وايي چې د امکاناتو د کمښت له امله د دغه ولايت د کانونو څارنه په سمه توګه نه شي کولی.

د بلخ د کانونو رييس حبيب الله کوهمند د سلواغې په ۲۸مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې بلخ د هېواد په کچه د غني ځمکنيو زېرمو درلودونکى ولايت شمېرل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په ياد ولايت کې د نفتو، ښيښې، مالګې او د ساختماني توکو بېلابېل معدنونه شته دي.

خو د بلخ د کانونو رييس وايي چې د امکاناتو د نشتوالي له امله د دغه ولايت د کانونو د چارو د سمبالښت په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه چې لا هم د دې اسانتيا نه لري چې د بلخ ولايت اړوند کانونه او سيمې وڅاري.

د هغه په وينا، د دغه ولايت د کانونو د څارنې او پر وړاندې يې د غير قانوني کړنو د مخنيوي په موخه د کوچني موټرو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

همداراز د کان رياست په کاري خونو کې د برېښنا د کمښت له امله په چارو کې له ټکنيتوب سره مخ کېږي چې له امله يې ځيني وخت په کمپيوټري توګه د معلوماتو او اسنادو د نه ثبتېدو له ستونزو سره مخ شوي دي.

کوهمند وويل چې ځيني مهال له ځينو قرارداديانو سره په پرله پسې توګه د مالياتو د نه سپارلو له امله له ستونزو سره مخ کېږي چې ځيني وخت د قراردادونو د له منځه وړو لامل هم ګرځي.

نوموړي زياته کړه چې د اسانتياوو په برخه کې بايد مرکزي دولت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او امنيتي ارګانونه ورسره د تېر په څېر له قرارداديانو د مالياتو په اخيستنه کې مرسته وکړي.

د بلخ د کانونو رييس په روان کال کې د دغه رياست د عوايدو په اړه وويل چې ۲۴ ميليونه ۱۳۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ عوايد يې ترلاسه کړي چې زياته برخه يې د بېلابېلو قراردادونو د مالياتو له امله ترلاسه شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه رياست په ١٣٩٣ کال کې له ځينو شرکتونو سره پنځه قراردادونه کړي دي.

د هغه په وينا، د ګچ ډبرو دوه قراردونه او د حيرتان د رېګ يو قرارداد په روان کال کې لاسليک شوي دي.

همداراز د خاورين جغل شپږ پروتوکولونه يې له بېلابېلو شرکتونو سره د کرش د ترلاسه کېدو په موخه لاسليک کړي دي.

کوهمند وويل چې د بلخ په چشمه شفا سيمه کې د ښيښې د رېګ کان د کار قرارداد له ((ياسيمينرا)) شرکت سره لاسليک شوی چې په لومړي پړاو کې په کې د ۴۸ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د ياد کان د لومړنيو چارو له ترسره کېدو وروسته به د يادې پانګونې کچه ۲۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو ته ورسېږي.

د هغه په وينا، د دې پروژې له امله به ۱۰۰۰ کاريګرو او تخنيکي کارکوونکو ته د کار اسانتيا برابره شي.

د کانونو رييس وويل چې دغه قرارداد د لسو کلونو لپاره لاسليک شوی چې په لومړي دريو کلونه يې پراختيايي او تخنيکي چارې ترسره کېږي او وروستني اووه کلونه به يې د ګټې اخيستنې پړاوونه ولري.

نوموړي د لاسته راوړونو په ترڅ کې د روان کال په اوږدو کې د بلخ د کانونو او پټروليم رياست ودانۍ د جوړېدو يادونه وکړه چې چارې يې د کانونو وزارت له خوا د ۱۳ ميليونه او ۸۵۸ زره افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې د افغان تاجک حوزې د نفتو، ښيښې د مالګې کانونو او په بېلابېلو سيمو کې د ساختماني توکو ساحې له ياد وړ ځمکنيو زېرمو څخه ګڼل کېږي.

Related Topics