کلات (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو له لوري له يوه لارۍ موټره په زياته اندازه وسلې ترلاسه شوې دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي، پوليسو کشفي معلومات ترلاسه کړي وو چې په يوه موټر کې په زياته اندازه وسلې لېږدول کېږي او دوى يې د مخنيوي هڅه وکړه.
د ده په خبره، پوليسو د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې دغه لارۍ موټر د پلټنې لپاره ودراوه او وروسته يې کلات ته را ولېږداوه.
د امنيت امر زياته کړه چې د يوه پلاوي له لوري په دغه موټر کې بار کانټينر پرانيستل شو چې په کې تر سل ډېرې سپکې او درنې وسلې وموندل شوې.
د هغه په وينا، په دغو وسلو کې ۵ پيکا، ۱۸۰ کلاشينکوفونه، ۲ دهشکې، تر ۵۰ زياتې مخابرې، په زرګونو مرمۍ او نور زيات مهمات شامل دي.
فراهي زياتوي، د لارۍ موټر چلوونکي هم د پوليسو له لوري نيول شوى، چې اوس ورڅخه تحقيقات روان دي.
نوموړي وويل، د دوى لومړني معلومات ښيي چې دغه وسلې له کندهاره غزني ته لېږدول کېدې، خو دا چې په کومې وسله والې ډلې پورې تړاو لري، لا معلومه شوې نه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP