Language

د لوګر پر امنيه قوماندانۍ د شوي بريد په تړاو ١٤ پوليس نيول شوي

پل علم ( پژواک، ٢ کب ٩٣ ) : چارواکي وايي چې د لوګر پر امنيه قوماندانۍ د شوي ځانمرګي بريد په تړاو ١٤ پوليس نيول شوي دي.

تېره اوونۍ د لوګر پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې ٢٣ پوليس او يو د پوهنې رياست کارکوونکى وژل شوي وو.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي د کب په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد بريد کې د ٢٤ تنو  د وژل کېدو ترڅنګ  نهه تنه  نور  ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي چې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

اسحاقزى وايي چې له ياد بريد سره د تړاو په تور د امنيه قوماندانۍ ١٤ پوليس نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

ده وويل چې په  نيول شويو کسانو کې د امنيه قوماندانۍ د لومړۍ دروازې قوماندان او د ورځې نوکريوال هم شامل دي.

امنيه قوماندان زياتوي چې دغه کسان په خپله دنده کې د غفلت او له بريدګرو سره د همکارۍ په تور نيول شوي او په لومړنيو پلټنو کې پر ځينو يې دا تور ثابت شوى هم دى.

د هغه په وينا، ددې ولايت امنيتي مسوولينو د امنيت په ټينګولو کې خپله هڅه او اخلاص څرګند کړى خو زياتوي چې دا ډول پېښې په نورو ولايتونو کې هم ترسره شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.