Language

غزني: ترافيکي پېښه کې يو کس مړ او شل نور ټپيان شوي

غزني ښار (پژواک، ٥ کب ٩٣): د کابل– کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ٩ بجې د کابل– کندهار پر لويه لار د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ اړوند د اوګرې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، له کندهاره کابل ته روان د سپرليو يو ٣٠٣ موټر له مخامخ روان ټېلر موټر سره جنګېدلى دى.

د ننګ په وينا، په دې پېښه کې يو تن مړ شوى او ٢٠ نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې څلور مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دي.

دى وايي چې ټپيان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته يو مړى او ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

د مومن په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې مړ شوى تن او ټپيان ټول د ٣٠٣ موټر مسافرين دي.

هغه د دې پېښې لامل د ٣٠٣ موټر د چلوونکي بې احتياطي په ګوته کړه.

د يادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل- کندهار  پر لويه لاره په زابل ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢ تنه مړه او ٩ نور ژوبل شوي وو.

Related Topics