کلات ( پژواک، ٦ کب ٩٣ ) : د زابل چارواکي وايي چې له تښتول شويو ٣٠ تنو څخه يې يو تن خوشې شوى دى.
ناپېژاندو وسله والو وړمه ورځ د ماښام په شاوخوا ٥ بجو د دې ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د پښ کندې سيمه کې له يوه ٣٠٣ موټر څخه ٣٠ تنه مسافرين کښته او بيا تښتولي وو.
ځايي چارواکو ويلي وو، دا کسان چې تازه له ايران څخه راستانه شوي وو، د غزني پيما ترانسپورټي شرکت په يوه ٣٠٣ موټر کې له هرات څخه کابل ته روان و.
د شاه جوى امنيه قوماندان محمد الله د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون تښتوونکو له تښتول شويو کسانو څخه يو تن يې خوشې کړى دى.
هغه زياته کړه، چې خوشې شوى تن د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى دى او اوس خپلې سيمې ته تللى دى.
د نوموړي په وينا، خوشې شوي تن ويلي چې دوى په خاک افغان ولسوالۍ کې ساتل شوي وو او نور کسان هم په همدې ولسوالۍ کې دي.
د شاه جوى امنيه قوماندان وويل چې د سيمې قومي مشران او ځايي طالبان هم په دې هڅو کې دي، څو تښتول شوي کسان خوشې کړي.
د محمدالله د معلوماتو له مخې، ياد کسان د ملا منصور داد الله د ډلې له خوا تښتول شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بله خوا ځينې راپورونه وايي چې تښتوونکو د هغه يو موټر وسلو غوښتنه کړې، چې څه موده مخکې د زابل ولايت پوليسو ترلاسه کړې وې.
خو د شاه جوى امنيه قوماندان وايي چې دوى تر اوسه د تښتوونکو کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP