Language

هغې نجلۍ ملي اردو ته ځان سپارلى چې طالبانو په زور خپلو ليکو ته جذبوله

جلال اباد (پژواک، ۹ کب ۹۳): چارواکي وايي په نورستان ولايت کې هغې نجلۍ د ملي اردو سرتېرو ته ځان سپارلې چې وسله والو طالبانو په زور خپلو ليکو ته جذبوله.

د لال مينې په نوم ياده نجلۍ اتلس کلنه او  د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د سجين کلي اوسېدونکې ده.

په ختيځ کې  د ۲۰۱ سېلاب قول ارد وياند ډګروال نعمان هاتفي د کب په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبان له څه مودې راهيسې د دې نجلۍ کور ته ورتلل او هغه يې په زور مجبوروله چې خپلو ليکو ته يې جذب کړي.

هغه زياته کړه: ((تېره ورځ د قوماندان ملااسلام الدين په مشرۍ څو وسله وال طالبان په نورګرام کې د دې نجلۍ کور ته ورغلي، د نجلۍ پلار چې ملنګ نومېږي يو کلاشينکوف يې هم ور وړی، دوی د دې لپاره ورغلي وو چې دا نجلۍ په خپلو ليکو کې جذب کړي خو د شپې ناوخته کله چې وسله وال د دوی په کور کې ويده شوي، نجلۍ له ياد کلاشينکوف سره له کور تښتېدلې او د ملي اردو سرتېرو ته يې ځان سپارلى دى.))

نوموړي وويل چې دغه نجلۍ د قومي مشرانو او نورګرام د ولسوال په مرسته لغمان ولايت ته بيول شوې او اوس خوندي ده.

د هاتفي په وينا، د ملي اردو سرتېري د يادې نجلۍ کور ته رسېدلي او د کورنۍ د غړو امنيت يې نيول شوی خو هغه ونه ويل چې وسله والو دا نجلۍ د څه لپاره په خپلو ليکو کې جذبوله.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم وايي چې له يادې  پېښې خبر شوی خو تر اوسه يې په دې اړه معلومات نه دي دقيق شوي.

هغه پژواک اژانس  ته وويل، د دې مسئلې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل کړې چې په اړه به يې وروسته معلومات وړاندې کړي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه د دې خبر په غبرګون کې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې د هلمند چارواکو هم ويلي وو، هغه نجلۍ چې د طالبانو له خوا ځانمرګي بريد ته اماده شوې وه، دولتي ځواکونو ته ځان تسليم کړى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.