ايبک ( پژواک، ١٦ کب ٩٣ ) : په سمنګان ولايت کې د وسله والو مخالفينو يوه ١٥ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.
د سمنګان سرپرست والي خير الله انوش د کب په ١٦مه، په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دغې ډلې د ولايت د مرکز ايبک ښار اړونده د تى خوک په سيمه کې چې له بغلان ولايت سره پوله لري، د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه کول.
هغه زياته کړه، چې دغو کسانو د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې د هلو ځلو په پايله کې له مخالفت څخه لاس واخيست او د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
انوش وايي چې دغې ډلې له ځان سره ١٤ ميله بېلابېل ډول وسلې او مهمات هم راوړي دي .
د والي په وينا، ددې ډلې يو ځاى کېدل به د دغه ولايت پر امنيت ښه اغېزه وکړي او له دې وروسته به په دغه ولايت کې دسولې پروسه نوره هم ګړندۍ شي.
د سولې له پروسې سره د يو ځاى شوې ډلې مشر ملا عبدالحق پژواک اژانس ته وويل چې دوى له تېرو شپږو کلونو راهيسې په ياده سيمه کې ددولت پر ضد فعاليتونه کول.
د هغه په وينا، دوى د حزب اسلامي وسله والې ډلې سره تړاو درلود او وروسته له دې چې د خپل دولت له حقانيت څخه خبر شول، نو له مخالفت څخه يې لاس واخيست.
ده زياته کړه : (( موږ اوس پوه شو چې تېروتنه مو کړې او له دې وروسته به په هېواد کې دسولې او بيارغونې لپاره کار کوو.))
د سمنګان د سولې د ولايتي کمېټې د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې په دغه ولايت کې ٩٠ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP