Language

قوماندان عزيزالله له اوو پوليسو سره ټپي شو

ښرنه (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): په پکتيکا ولايت کې د ځانګړو پوليسو قوماندان عزيز الله کاروان چې د بشري حقونو د څار سازمان له خوا له بشري حقونو پر سرغړونې تورن شوى و، د ماين په يوه چاودنه کې له اوو پوليسو سره ټپي شوى دى.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه د وازېخواه ولسوالۍ د ګوشتې په سيمه کې د عزيز الله پر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه چې نوموړى په دې چاودنه کې له شپږو نورو پوليسو سره ټپي شوى دى.

د پيرخېل په وينا، د قوماندان عزيز الله او پنځو نورو پوليسو روغتيايي حالت ښه دى خو د دوو نورو پوليسو حالت نازک ښودل شوى دي.

نوموړي دغه راز وويل چې تېره شپه د پکتيکا د شيخېل اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال فيض لله د ماين په چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو د يادو چاودنو مسووليت اخيستى او منلې يې ده چې قوماندان عزيز الله له اوو پوليسو سره ټپي شوى دى.

بلخوا په پکتيکا کې د ځانګړو پوليسو قوماندان عزيزالله په ټولنيزه شبکه کې تر چاودنې وروسته په ټپي حالت کې خپل انځورونه خپاره کړي دي.

هغه د پښو په برخه کې ټپونه ليدلي، په فيسبوک کې يې ليکلي چې روغتيايي حالت يې ښه او د رغېدو په حال کې دى.

هغه زياته کړې: ((څو ورځې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان زما په ګډون څو تنه په هېواد مينو اشخاصو بې ځايه تورونه پورې کړل خو ټول هېوادوال خبر دي چې له بشري حقونو چا سرغړونه کړې ده.))

هغه زياته کړې چې وسله والو طالبانو له يوې خوا په قطر کې دفتر پرانيستى او له بلې خوا يې په هېواد کې د بې ګناه خلکو پر وژلو لاس پورې کړى دى.

ده زياته کړې: ((وسله وال مخالفين کله په سپينو او کله په تورو جامو کې ګرځي او افغانان وژني، خو دوى ته چا له بشري حقونو سرغړوونکي ونه ويل.))

قوماندان عزيزالله ويلي چې د بدن هر څاڅکی وينه به يې د خپل هېواد د خدمت لپاره تويه شي او پر دغه کار وياړي.

دى وايي: ((تورونه پورې کول او چاودنې کول به هېڅکله ما له خپل هدف او مرام څخه راونه ګرځوي او تل به د خپل ملي بيرغ تر سيوري لاندې د خپلو هېوادوالو خدمت ته همداسې دوام ورکوم.))

Related Topics