Language

کندهار کې يو ځانمرګى ووژل شو

کندهار( پژواک، ٢٦کب ٩٣): چارواکي وايي، پوليسو د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې په ساحه کې يو ځانمرګى بريد کوونکى موخې ته له رسېدو مخکې وژلى دى.

دغه پېښه نن مازديګر د ٤:٣٠ بجو په شاوخوا کې د څلورمې امنيتې حوزې اړوند د دوراهي په سيمه کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريدګر معيوب و او چاودېدونکي توکي يې په خپله مصنوعي پښه کې ځاى پر ځاى کړي وو.

د ده په وينا، بريد کوونکى د غرمې له دوو بجو راهيسې په همدې سيمه کې د دوکاندرانو له خوا په جوړ شوي يوه جومات کې ناست و چې پوليس پرې شکمن وو او له هماغه مهاله يې تر څار لاندې و.

دى وايي، مخکې له دې چې ځانمرګى بريد کوونکى څوک په نښه کړي، د پوليسو له خوا په نښه او ووژل شو، خو د چاودېدونکو توکو چاودنې يې چا ته زيان نه دى اړولى.

د ده په وينا، تر اوسه دا معلومه نه ده چې ځانمرګي بريد کوونکي به څوک په نښه کول.

د پېښې يوه عيني شاهد نور الله چې په سيمه کې دوکان لري، وايي ځانمرګى بريد کوونکى مخکې له دې چې بريد تر سره کړي د امنيتي ځواکونو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته ووژل شو.

هغه زياته کړه په دې پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده چې تېره شپه د کندهار د مخکني وژل شوي امنيه قوماندان خان محمد مجاهد پر کور دوو ځانمرګو بريد کوونکو د بريد نيت درلود چې يو يې د پوليسو له خوا وژل شوى او بل تښتېدلى دى.

دغه پېښه تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په ساحه کې شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.