Language

د غزني عملياتو کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني (پژواک، ٥ ورى ٩٣): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې ١٣ مخالفين وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي چې له تېرې ورځې راهيسې د اندړو د غچ کلا او شېر کلا په سيمو کې د نصرت په نوم عمليات پيل شوي دي.

سلطاني زياتوي، چې په دې عملياتو کې ١٣ طالبان وژل شوي، اته نور ټپيان دي او يوه اندازه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.

هغه وويل چې امنيتي سرتېرو په سيمه کې لسګونه ماينونه شنډ کړي، خو ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د غزني د اندړو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ملي اردو ځواکونو ددې ولسوالۍ د لېوانو په سيمه کې يو سپين ږيرى او پخوانى جهادي قوماندان وژلى دى.

د اندړو يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته د ملي اردو سرتېري ددوى سيمې ته ورغلي وو او ٧٠ کلن ضابط محمد ولي يې له خپله کوره د طالب قوماندان په تور وړى او وروسته يې وژلى دى.

نورالله زياته کړه: “ضابط صيب په پښو سم نشوای ګرځېدلای نوهغه څنګه دطالبانو قومانداني کړې وای.” تر اوسه چارواکو د محمد ولي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي. طالبانو هم تردې مهاله د روانو عملياتو په اړه نظر نه دى ورکړى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په يادو عملياتو کې د دوى يواځې درې تنه ټپيان شوي دي.