خوست ښار (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د نيمه لوړو زده کړو يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ پرانيستل شو.
د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نيمه لوړو زده کړو دغه مرکز د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
نوموړي زياته کړه چې ياد مرکز به د اوسمهال لپاره د نيمه لوړو زده کړو په برخه کې په پنځه بېلابېلو رشتو اقتصاد، کرنې، کمپيوټر ساينس، انجنيري او برېښنا په څانګو کې محصلين روزي.
فضلي د پوهنې د پرمختيا او پراختيا په برخو کې د ياد مرکز پرانيسته مهمه لاسته راوړنه او د محصلينو د روزلو لپاره اړينه اسانتيا وبلله.
هغه وايي: ((په دغه مرکز کې به هغه نارينه او ښځينه زده کوونکي چې له نهم او لسم ټولګي فارغ او يا د کانکور په ازموينه کې بې پايلې پاتې شوي او يا پاتې کېږي، زده کړې ترسره کوي.))
د سيمې يوه اوسېدونکي ګلاب منګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ياد انسټيټيوټ پر پرانيستنه خوښي څرګنده کړه.
هغه زياته کړه: ((په دې سره به زموږ له دوولسمو ټولګيو هغه فارغ زده کوونکي چې د لوړو زده کړو موسسو ته لار نه مومي، تر يوه بريده زده کړې وکړي.))
د يادونې ده، د خوست ولايت په کچه موسی خېل لومړنۍ ولسوالۍ بلل کېږي چې د نيمه لوړو زده کړو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ په کې پرانيستل شو.