Language

د غزني  يوشمېر اوسېدونکي د ملي اردو درېيمه لوا د ملکي وګړو پر وژنې تورنوي

غزني ښار (پژواک ۱۱ وری ۹۴) : د غزني د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ملي اردو درېيمه لوا د ملکي وګړو پر وژنې تورنوي، خو د ملي دفاع وزارت دغه ادعا ردوي.

نږدې دوه اوونۍ کېږې چې د غزني په اندړواو ده يک ولسواليوکې د نصرت په نوم ګډعمليات پيل شوي چې رهبري يې د ملي اردوپه لاس کې ده، تراوسه ويل کېږې چې په دغو عملياتو کې لسګونه وسله والو او شاخوا ۷۰ تنو ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د يادو ولسواليو اوسېدونکي او قومي مشران ادعا کوي چې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان د ملکي وګړو په وژلو کې لاس لري او هغه پر قوم پرستۍ هم تورنوي.

د يادو ولسواليو لسګونه قومي مشران د وري په ١١مه، په درېيم ځل د ولايت مقام ته په شکايت راغلي وو او خپله ستونزه يې له دوى سره شريکه کړه.

د اندړو ولسوالۍ يو تن قومي مشرحاجي عبدالاحد وايي ، کوم عمليات چې په اندړو او ده يک ولسوالۍ کې پيل شوي تر وسله والو زيات ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې دوى نور په دغه ولايت کې ددرېيمې لوا قوماندان نه غواړي او مرکزي دولت بايد هغه له دندې لرې کړي.

حاجي عبدالاحدوويل چې دوى د عملياتو مخالف نه دي، خو دوى يواځې د قوماندان غلام حيدر نېکپي مخالف دي.

د ده يک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى روح الله وايي چې د قوماندان نېکپي په امر د ملي اردو ځواکونه په قصدي توګه د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي.

هغه زياته کړه : ((دوى هغه ځاى په نښه کوي، چېرته چې وسله وال هېڅ شتون نه لري.))

ولايت مقام ته د شکايت لپاره په راغلو کسانو کې د اندړو، ده يک، ګيلان، ګيرو او يو شمېر نورو سيمو خلک موجود وو، ټولو په يوه خوله غوښتنه کوله چې ياد قوماندان دې لرې شي او که لرې نه شي ، نو دوى به له پيل شويو عملياتوسره هم مخالفت وکړي.

بله خوا دغزني سرپرست والي موسي خان اکبرزاده وايي چې دغه عمليات د ولايت په کچه نه ، بلکې له مرکز (کابل ) څخه پلان شوي  او له هغه ځايه کنټروليږي.

هغه زياته کړه، چې د خلکو ستونزه به له مرکزي دولت سره شريکه کړي.

سرپرست والي له ملي اردو  ځواکونو وغوښتل چې د ملکي وګړو د تلفاتو مخنيوى وکړي.

پرون د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې په يادو عملياتو کې د ملکي تلفاتو ادعاوې رد شوې وې

Related Topics