کابل- مزارشريف (پژواک، ١٣ ورى ٩٤): د افغانستان د جماعة الدعوة الی القران والسنة سياسي ګوند پر يمن د سعودي عربستان له بريده ملاتړ کړى، خو په بلخ ولايت کې مدني ټولنو د دغه بريد مخالفت کړى او دا يې غندلى دى.
سعودي عربستان د لسو هېوادونو په ملاتړ پر خپل ګاوڼدي هېواد يمن بريدونه پيل کړي، چېرې چې حوثي ملېشه وو د حکومت پر ضد وسله وال پاڅون کړى او ګڼ ښارونه يې نيولي دي.
سعودي عربستان اوس په دې هڅه کې دى چې په دې برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.
د افغانستان د جماعة الدعوة الی القران والسنة مرستيال حاجي روح الله وکيل د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حرمينو شريفينو د امنيت ساتنه او دفاع پر هر مسلمان فرض ده .
نوموړي زياته کړه، سعودي عربستان چې د حرمينو د دفاع او ساتنې په موخه کوم ګام پورته کړی دغه کار يې د ستايلو وړ دى.
د هغه په وينا، د اړتيا په صورت کې يې د ګوند غړي د حرمينو شريفينو ساتنې ته چمتو دي او په دې لاره کې به له هېڅ ډول قربانيو درېغ ونه کړي.
حاجي روح الله وايي چې په تېرو وختونو کې له افغانستان سره د سعودي عربستان مرستې له هېچا پټې نه دي .
نوموړي د ملي حکومت له مشرتابه مننه وکړه چې په دې سختو او حساسو شرايطو کې يې د يمن په اړه د سعودي عربستان له دريځ څخه ملاتړ وکړ.
بلخوا د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو ځينو فعالينو پر يمن باندې د سعودي عربستان او د دغه هېواد د پلويانو نظامي بريد وغانده.
د دغه ولايت د بېلابېلو مدني ټولنو لسګونه کارکوونکي د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې د يوې احتجاجي غونډې په ترسره کولو، چې د ولايتي شورا ځينو غړو هم ګډون په کې درلود؛ له مسلمانانو غوښتنه وکړه چې له سعودي عربستان سره خپلې اړيکې پرې کړي.
د بلخ د مدني ټولنې فعال شکور نجفي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټوله کې جګړه د غندلو ده او د سولې لپاره کار کول په کار دي.
نوموړي زياته کړه چې نن دوی په همدې موخه راټول شوي چې جنګ په هر ځای کې ناسم کار دی او دوی يې غندي.
د هغه په وينا، سعودي عربستان او پلويانو يې که په هره معنا پر يمن بريد کړی وي؛ خو په دې جګړه کې د ښکېلو خواوو تر څنګ بې ګناه انسان هم وژل کېږي چې سمه خبره نه ده.
شکور له اسلامي هېوادونو غوښتنه وکړه چې د يادې جګړې د پای ته رسولو په موخه دې جدي هڅې وکړي.
د بلخ د ځينو مدني ټولنو د يادې احتجاجي ناستې ګډونوالو په پای کې پرېکړه ليک وړاندې کړ چې په کې پر يمن د سعودي عربستان د بريد غندنه شوې وه.
همداراز د ملګرو ملتونو له امنيت شورا په کې غوښتنه شوې وه چې د جګړې دواړه خواوې سولې ته راوبولي او په جګړه کې پر ښکېلو هېوادونو اقتصادي بنديزونه ولګوي.
په پرېکړه ليک کې د اسلامي هېوادونو تر منځ د نفاق د له منځه وړو په موخه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د جوړېدو وړانديز هم وشو.
همداراز د نړۍ له ټولو مسلمانانو غوښتل شوي وو چې له سعودي عربستان سره د راکړې ورکړې هر ډول اړيکې پرې کړي، د مدني حرکتونو له لارې پر دغه هېواد غږ وکړي چې پر يمن، سوريه او بحرين باندې د بريدونو لړۍ بنده کړي.