Language

پکتيا کې د سړک غاړې ماين چاودنې درې محلي پوليس ووژل

ګردېز (پژواک، ١٦ ورى ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي چې په احمدخېلو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې درې محلي پوليس وژل شوي دي.

د احمدخېلو ولسوال عيد محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې مخکې نهه بجې ددې ولسوالۍ د حسن خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

احمدزي وويل چې په چاودنه کې د محلي پوليسو يو قوماندان يارخان له دوو نورو پوليسو سره وژل شوى دى.

 وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، پوليس په سراچه ډوله موټر کې سپاره وو  چې پر ماين وربرابر شول.

د حسن خېلو اوسېدونکى اجمير ګل وايي چې له وژل شوو پوليسو سربېره د هغوى د کورنۍ دوه نور غړي هم ټپيان شوي چې په موټر کې سپاره وو.

طالبانو ددې پوليسو د وژلو مسووليت منلى دى.

په احمدخېلو ولسوالۍ کې له تيرو درېيو کلونو راهيسې محلي پوليس جوړ شوي  او وخت ناوخته پرې  دا ډول چاودنې او بريدونه ترسره کيږي .

login or register a new account.

Related Topics