غزني (پژواک ۲۰ وری ۹۴): چارواکي وايي چې د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د يوه پوليس ترڅنګ شپږ نور ټپيان شوي دي.
د زنخان ولسوال احمدضيا د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن د زنخان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د سنګر سيمې پر يوې امنيتي پوسته بريد وکړ.
ولسوال زياته کړه، له وسله والو سره نښتې نږدې درې ساعته دوام وکړ چې په پايله کې يې څلور وسله وال ووژل شول او د يوه پوليس ترڅنګ شپږ نور وسله وال ټپيان شوي دي.
د احمدضيا په وينا چې په دغه بريد کې دوه کلاشينکوفه، يوه مخابره او درې جوړې نظامي جامې هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
خو د سيمې يو اوسېدونکى احمدالله وايي چې په دې نښته کې يو پوليس هم وژل شوى او د دريو وسله والو طالبانو مړي يې ليدلي دي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((طالبانو خپل مړي انتقالول خو زموږ يوه کليوال پوليس هم ليدلي وو چې په رينجر کې يې خپل ټپيان او مړي اچولي وو.))
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن