Language

” شمال کې افغان ځواکونه د خطرناک دښمن مقابله کولى شي”

مزارشريف (پژواک ٢٧ ورى ٩٤): د شمال زون د بهرنيو ځواکونو د ښوونيزې، مشورتي او مرستندويې قومندانۍ مسوولين وايي، چې په شمال کې دښمن خطرناک دی، خو افغان ځواکونه هم پياوړي او زړور دي.

دغه څرګندونې د يادې قومندانۍ مسوول بريدجنرال هني من (Hanne Mann) د وري په ۲۷مه، په مزارشريف کې په خبري ناسته کې خبريالانو ته وکړې.

ده زياته کړه، چې په روان فصل کې به د افغان دولت د مخالفينو فعاليتونه لا پسې پراخې شي، خو افغان ځواکونه يې د مهار کولو وړتيا لري.

نوموړي په شمال کې د بدخشان او مزارشريف پېښو ته په اشارې سره وويل، چې مرګ ژوبله د جګړې يو اړخ دی، خو مهمه دا ده، چې د دښمن مقابله وشي او افغان ځواکونو همدا کار کوي.

دى وايي، که څه هم افغان ځواکونه اوس په مستقله توګه جګړه پر مخ وړلی شي، خو دوی هم افغانستان يواځې نه پرېږدي.

د هغه په وينا، په هوايي برخه کې د يو شمېر جنګي چورلکو مرسته له افغان ځواکونو سره شوې، چې په شمال زون کې يې په بدخشان، کندوز او بلخ ولايتونو کې يې په بېلا بېلو عملياتو کې ترې کار هم اخيستی دی.

ياد قومندان زياتوي، افغان ځواکونه اوس يواځې په هوايي برخه کې ځينو تجهيزاتو ته اړتيا لري، چې دغه مرستې ورسره کېدونکې دي.

نوموړي زياته کړه، افغان ځواکونه اوسمهال په ټيټه کچه روزنې ته اړتيا نه لري، بلکې په لوړه کچه زده کړو، لکه پيلوټي، د انداخت او د وسايلو د ساتنې او رغونې برخو ته اړتيا لري، چې دمګړۍ دوى په همدغو برخو کې هغوى مسلکي زده کړې ورکوي او دا لړۍ په چټکۍ دوام لري.

د شمال زون د ښوونيزې، مشورتي او مرستندويې قومندانۍ مسوول، د يوې پوښتنې په ځواب کې په شمال کې د داعش شتون تاييد نه کړ او وايي، د دې بايد توپير وشي، چې ځينې ځان ته داعش وايي او ځينې واقعا داعش دي.

login or register a new account.

Related Topics