ګردېز ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤ ) : د پکتيا ولايت چارواکي وايي ،چې په دغه ولايت کې ۱۹ تنه ماين پاکان د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي دي .
د پکتيا مرستيال والي عبدالوالي سهي د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د(سټارلېنګ) ماين پاکۍ د موسسې غړي دي، چې د مرکز ګردېز اړوند سوېل ختيځ ته د سروړي په سيمه کې په کار بوخت وو.
نوموړی وايي ،کوم معلومات چې تر اوسه پورې دوی ته رسيدلي دغه کسان وسله والو د زرمت ولسوالۍ دشاهي کوټ سيمې ته بيول شوي دي .
دی وايي چې له تښول شويو کسانو سره څلور عرادې د ماين پاکۍ موټر هم وسله والو له ځان سره بيولي دي .
د سهي په خبره ، نن ورځ دهوا دخرابوالي له امله امنيتي ادارې ددوی په خلاصولو او پلټلو کې پاتې راغلي خو ددوی د راخلاصون هڅې به روانې وي .
دی وايي ،چې سروړي په سيمه کې دماين پاکۍ ټول ۳۶ کسان په کار بوخت وو ،چې د وسله والو په ورتګ ځينو ماين پاکانو ځانونه له سيمې څخه خلاص کړي او ۱۹ يې وسله والو ته په لاس ورغلي دي .
خو تر اوسه پورې په خپله دماين پاکۍ ادارې او نه هم کومې ډلې ددې تښتول شويو کسانو په اړه څه ويلي دي .
له دې وړاندې هم دپکتيا په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې شوي، خو له څه مهال وروسته ماين پاکان بېرته خوشې شوي دي .
خو په تېر يوه کال کې بيا دا لومړۍ پېښه ده چې په زيات شمېر ماين پاکان د وسله والو له خوا تښتول کيږي .
سټارلېنګ کمپنۍ په دې ورستيو کلونو کې په کار پيل کړی او له دې وړاندې د همدې ادارې ځينې کارکوونکي په هلمند او نورو ځايونو کې وژل شوي دي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن