Language

۲۰ تنه وسلوال په ایبک ښار کې کلا بنده او جګړه روانه ده

مزار شریف، ایبک ( پژواک، د غویي لومړۍ ۹۴) د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې ۲۰ تنه وسلوال په یوه کور کې کلا بنده او امنیتي ځواکونو ورسره جګړه پیل کړې ده.

د سمنګان والي خیر الله انوش د غویي په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو کشفي راپور ترلاسه کړی و، چې د ایبک ښار اړونده د زندان دره سیمې په یوه کور کې راټول شوي وو.

هغه زیاته کړې، چې پولیس په سیمه کې عملیات پیل کړې او جګړه روانه ده.

د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي پژواک ته وویل چې د ملا شیر په مشرۍ د وسلوالو مخالفینو یوه ډله په یوه کور کې له وسلو او مهماتو سره راټول شوي وو او غوښتل یې چې پر ښار ډله ییز بریدونه ترسره کړل.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونویې په اړه معلومات ترلاسه او په سیمه کې یې جګړه پیل کړې ده.

دی وایي چې په سیمه کې سخته جګړه روانه ده، خو تر اوسه پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د وسلوالو مخالفینو له مرګ ژوبلې خبر نه دي.

د زندان درې سیمې یوه اوسیدونکي  پژواک ته وویل چې دوسلوالو مخالفینو د قوماندان ملا بشیر په ګډون تراوسه شپږ تنه وسلوال وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

د هغه په وینا، په دې نښته کې تر اوسه درې پولیس هم ژوبل شوي دي.

 

login or register a new account.