Language

د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د توليداتو ګډ نندارتون جوړېږي

مزارشريف (پژواک، ٢ غويى ٩٤): پاکستان وايي، په دې هڅو کې دى چې له افغانستان او تاجکستان سره په ګډه په مزارشريف کې د توليداتو نندارتون جوړ کړي.

دغه څرګندونې په کابل کې د پاکستان د سفارت اقتصادي کونسلر خورشيد مريد د غويي په ۲مه د مزارشريف ښار په باران امپراتورۍ هوټل کې د افغانستان او پاکستان د توليداتو د ګډ نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.

په دغه نندارتون کې ۴۰ بېلابېلې هټۍ وې چې ۲۵ د پاکستاني توليداتو او پاتې ۱۵ د افغاني توليداتو وې.

په ننني نندارتون کې د پاکستاني توليداتو له ډلې ساختماني او خوراکي توکي، برقي سامانونه، سمنټ او دې ته ورته لسګونه سوداګريز توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.

همداراز په افغاني توليداتو کې لاسي صنايع، خوراکي توکي، غالۍ او لسګونه بېلابېل سوداګريز توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت اقتصادي کونسل وويل چې په دغه نندارتون کې د پاکستان ۲۵ سوداګرو برخه اخيستې او خپل توليدات او سوداګريز توکي يې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې د پاکستاني توليداتو د نندارتونو دغه لړۍ په افغانستان کې روانه وساتي چې د پاکستان د سوداګرو لپاره هم ګټوره وي او د افغانانو لپاره هم په کې د ګټې ځای وي.

خورشيد مريد افغان سوداګرو او په ځانګړې توګه د بلخ سوداګرو ته په پاکستان کې د خپلو توليداتو د نندارتون د جوړېدو بلنه ورکړه.

نوموړي زياته کړه، که چېرې دغه ډول نندارتونونه بريالي شي، نو دوی به د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو د مسوولينو په مرسته د تاجکستان سوداګر هم دې ته وهڅوي، چې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د توليداتو ګډ نندارتون په مزارشريف کې جوړ کړای شي.

هغه زياته کړه، دوی په دې هڅو کې دي، چې پاکستاني سوداګر دې ته وهڅوي، چې په شمال کې پانګونه وکړي او د جوړېدونکي نندارتون يو ستر لامل يې همدا په ګوته کړ.

د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي، د پاکستاني توليداتو د جوړېدونکي نندارتون هرکلی وکړ.

نوموړي زياته کړه، دا لومړی ځل دی چې پاکستاني سوداګر په مزارشريف ښار کې د خپلو توليداتو نندارتون جوړوي.

login or register a new account.

Related Topics