Language

د پکتیا د قبایلو رییس په یوه چاودنه کې ټپي شو

ګردیز ( پژواک، ۴ غویی ۹۴) : د پکتيا ولايت دقومونو او قبايلو چارو ر يیس ډګروال محمد حنيف په يوه چاودنه کې ټپي او ورسره يو ملکي وګړي وژل شوی دی .

د پکتيا دملکي روغتون  سرطبيب  ډاکتر حياګل پکتين د غویي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه په احمد اباد ولسوالۍ کې د جمعې تر لمانځه وروسته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د قبایلو رییس پخپله پلرنۍ سیمه کې د جمعې له لمانځه څخه بیرته د ستنیدو په حال کې و، چې پر موټر یې د نښلول شوی مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

نوموړی وايي،  ريیس  کابل ته  د درملنې په موخه ليږل شوی ، خو روغتيايي وضعه یې تر ډيره بريده د ډاډ وړ ښودل شوی.

د يو بل خبرله مخې  دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ په عالم ګۍ سيمه  د زړې سرګلولې له امله څلور ماشومان ټپيان او يو پکې وژل شوی دی .

د پکتيا دملکي روغتون سرطبيب ډاکتر حياګل پکتين وايي ،چې دغه پيښه نن ماسپيښن شوې او دپيښې زيانمن شويو ماشومانو په سيمه کې څاروي څرول.

حياګل وايي وايي ،چې دټپي شويو ماشومانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی .

ددې ولایت امنیه قوماندان پاسوال زلمي اوریاخیل هم پيښه تاییدوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د یادو پيښو په اړه څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.