مزارشريف (پژواک، ١٢ غويى ٩٤): د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي چې د هېواد په سوېل او نورو څنډو کې ناکام شوی دښمن په شمال کې هم له ماتې سره مخ دی.
دغه څرګندونې د دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد د غويي په ۱۲مه د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان د معرفي کېدو د مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
تورن جنرال عبدالحميد حميد د يو لړ امنيتي مراسمو په ترڅ کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان په توګه معرفي شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد او د شمال زون ځينو امنيتي او دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.
جنرال مراد وويل چې په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ښکېلو کسانو ملاتړ د بهرنيو هېوادونو له خوا کېږي.
نوموړي زياته کړه، د نوي حکومت له لوري د سولې د روانې پروسې په پام کې نيولو سره د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو نوم نه په ډاګه کوي؛ خو په دې ډاډه دى، چې په شمال کې د جګړې د تودې ساتلو مخنيوی يې کړی دی.
د هغه په وينا، د افغانستان دښمنان د دغه هېواد په سوېل کې په روانه جګړه کې پاتې راغلل او اوس هڅه کوي، د افغانستان شمال له ناامنۍ سره مخامخ کړي.
جنرال مراد وايي، په شمال کې له دښمن سره د وروستيو جګړو رهبري د ده پر غاړه وه؛ د همدې جګړې د قوماندان په توګه په ډاډ سره ويلی شي چې دښمن ته يې سخت زيانونه اړولي دي.
دى زياتوي، د کندوز او بدخشان په وروستيو پېښو کې عامو خلکو ته هېڅ مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی.
login or register a new account.