ګردېز (پژاک، ١٠ زمرى ٩٤): د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې "هنر موږ له کړاوونو وباسي" تر سرليک لاندې مشاعره جوړه شوه.
په دې مشاعره کې د دغه ولايت د مرکز ګردېز ښار، ډنډ پټان ولسوالۍ او شاوخوا نورو ولسواليو شاعرانو او د شعر مينه والو برخه اخيستې وه.
د يادې مشاعرې يوه جوړوونکي محمدتواب تراب د زمري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې مشاعرې اساسي موخه دا وه چې شاعران او د شعر مينه وال يو له بل سره له نږدې اړيکې پيدا کړي.
هغه زياته کړه: ((دا مهال د ډنډ پټان ولسوالۍ موسم هم ډېر زړه راښکونکی دى او ډېر خلک د دې لپاره هم راځي، چې له نږدې د ډنډ پټان منظرې وګوري.))
د تراب په وينا، دغه شان غونډې کولاى شي د شعر او ادب او د ژورنالېستيکي فعاليتونو په برخه کې له ځوانانو سره پوره همکاري وکړي.
دغه راز د طنزي شعرونو ليکوال محمد طاهر افغان وويل: ((موږ په دې ولسوالۍ کې له دې مشاعرې څخه ځانګړی خوند واخيست؛ په دې چې له يوې خوا يې طبيعي ښکلا ډېره په زړه پورې ده او بله دا چې د امنيت له پلوه خوندي ده.))
دی وايي، په مشاعره کې داسې شعرونه ولوستل شول چې هم ادبي او هم له حالاتو سره سم وو او هرې برخې يې خلکو ته يو ښه پيغام درلود.
د ډنډ پټان ولسوال ازاد خان په ياده مشاعره کې وويل چې دغه شان غونډې د ځوانانو تر منځ په هر اړخيزې همکارۍ باندې ښه اغېز کولای شي.
ده زياته کړه: ((موږ له دا ډول فعاليتونو څخه چې د قانون په چوکاټ کې وي او له افغاني فرهنګ سره برابر وي، مننه کوو او په راتلونکي کې هم موږ له دوى سره همکاره يو.))
د ولسوال په خبره، هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې د دې ولسوالۍ ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
login or register a new account.