Language

مزار کې د مرغدارۍ نندارتون  جوړ شو

مزارشريف  (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د سوداګريزو خونو په نوښت د شمال زون په کچه د مرغدارۍ نندراتون پرانيستل شو.

په دغه نندراتون کې چې د زمري په ۱۲مه پرانيستل شو، د شمال زون له بدخشان ولايت څخه تر فارياب پورې د بېلابېلو شرکتونو د مرغدارۍ په تړاو نږدې ۴۰ بېلابېلې غرفې د نندارې لپاره ايښې وې.

د بلخ د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي د دغه نندارتون په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې موخه يې په شمال زون کې د مرغدارۍ په برخه کې د کارکوونکو تر منځ اړيکې پيدا کول او دغه کاروبار ته وده ورکول دي.

نوموړي زياته کړه چې د مرغدارۍ په تړاو په ايښودل شوو ۴۰ غرفو کې د چرګو هګۍ، چورګوړي، د مرغانو خوراکي توکي، د ساتنې تخنيکي وسايل او نور بېلابېل توکي شامل دي.

په بلخ ولايت کې د تاج طلايي مرغدارۍ شرکت مسوول خيرمحمد رسولي، چې په ياد نندراتون کې يې د مرغدارۍ اړوند بېلا بېل توکي نندارې ته وړاندې کړي و.

نوموړي پژواک ته وويل چې دوی د مرغانو د خوراکی توکي او چورګوړي نندارې ته وړاندې کړې دي.

د هغه په وينا خوښ دی، چې مرغدارۍ په تړاو نندراتون جوړ شوی دی.

رسولي وويل چې ډېری خلک ګومان کوي چې په هېواد کې دننه د مرغدارۍ په اړه هېڅ کار نه دی شوی او په دې برخه کې موږ خپل توليدات نه لرو.

نوموړي زياته کړه چې له همدې امله لا هم وطن ته فارمي مرغان له نورو هېوادونو واردېږي.

د هغه په وينا، ورته نندارتونونه عامو خلکو ته په خپلو توليداتو د باور کولو اسانتيا برابروي.

د تخار ولايت اوسېدونکي محمد زمان چې په ياد نندراتون کې يې مرغدارۍ په تړاو ځيني تخنيکي وسايل نندارې ته وړاندې کړي وو، پژواک ته وويل چې د ورته نندارو له لارې دوی د هېواد د نورو ولايتونو له سوداګرو او شرکتونو سره اړيکې پيدا کولی شي.

نوموړي زياته کړه چې که چېرې حکومت په ورته چارو کې له دوی سره مرسته وکړي، نو يادې برخې وطني توليدات به لا پرمختګ وکړي.

login or register a new account.